په رمشتاين کي د افغانانو له پاره د کږديو عبوري کمپ | Photo: picture-alliance/ASSOCIATED PRESS/Olivier Douliery
په رمشتاين کي د افغانانو له پاره د کږديو عبوري کمپ | Photo: picture-alliance/ASSOCIATED PRESS/Olivier Douliery

د امریکا د متحده ايالاتو پوځ وايي چي د هغو افغانانو واکسيننېشن يې بشپړه کړی دی چي له افغانستان څخه يې د آلمان دوو برخو ته انتقال کړي ول.

د امريکا متحده ايالاتو پوځ له افغانستان څخه زيات شمير ژغورل سوي خپل پخواني همکاران او د هغوی کورنۍ او په همدې شان نور د محافظت اړمن کسان آلمان ته راوستلي دي. دغه افغانان د امريکايي پوځ په اډو کي پر دوو بيلو ځايونو ساتل سوي دي.

د امريکا پوځ وايي چي په آلمان کي د دوی په نظامي اډه کي د موجودو ټولو افغانانو واکسينېشن يې بشپړه کړی دی. دغو افغانانو ته د ګوزڼ، شري، کسوک او نورو ناروغيو ضد واکسين ورکول سوي دي. 

د امریکايي پوځ ۸۶مې هوايي نظامي قطعې د دوشنبې په ورځ وويل چي په درو ورځو کي يې ۸۸۰۰ څخه زياتو افغانانو ته واکسين ولګول. پوځ ويلي چي دا اقدام يې د يو احتياطي تدبير او د روغتيايي محافظت له پاره د امريکا د ځانګړو ادارو په سپارښتنه وکړ.

د رمستاين په نظامي هوايي اډه کي د افغان مهاجرو واکسينېشن د يکشنبې په ورځ بشپړ سو. د امريکايي پوځ په وينا د واکسينېشن پروسې تر هغه کم وخت ونيوی لکه چي ورته اټکل يې کړی ؤ.

د متحده ايالاتو پوځ له کابل څخه و قطر او آلمان ته افغانان انتقال کړل، مخکي له دې چي هغوی وروسته امريکا متحده ايالاتو ته انتقال کړي. د يو شمير دغو افغانانو تر منځ د شري ناروغي خپره سوه او له دې کبله اوس دغو مهاجرو ته واکسين لګول کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې