د هنګري یوې محکمې دوه بوسنیایان اتریش ته د ۱۷ افغانانو په ګډون د ۱۹ کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم کړي دي. د یادولو ده چې د محکمې د دغې پرېکړې تطبیق الزامی نه دی.
د ام تي آی په نامه د هنګري یوه خبري اژانس په حواله دغه بوسنیایان چې عمرونه یې ۲۱ کلونه دي د اکټوبر پر ۵مه د سکسفروار او وارپالوتا پر لویه لاره نیول شوي دي.
د وسپرېم سیمه ییزې محکمې دوی په دوه نیمو کلونو بند محکوم کړي دي، خو د دې پرېکړې عملي کول الزامي نه دي. د محکمې د تصمیم له مخې دغه دواړه کسان د پنځو کلونو په موده کې هنګري ته له سفر کولو منع شوي دي.
د شېنګن ویزه انفو په نامه سایټ خبر ورکوي چې د بوسنیا یادو اوسېدونکو غوښتل په یوه لارۍ کې ۱۷ افغانان، یو ایرانی او یو پاکستانی اتریش ته انتقال کړي.
ویل شوي چې تر دې دمخه یاد مهاجر د صربستان په یوه کمپ کې اوسېدل. دوی اتریش ته د تلو په موخه هنګري ته ځان رسولی و.
بیا ولولئ: رومانیا: له هنګري سره پر پوله د پنځو افغانانو په ګډون لس مهاجر نیول شوي
له دې وړاندې شېنګن ویزه انفو راپور ورکړی و چې هنګریایي چارواکو د روان کال له پیل راهیسې دغه هیواد ته د ۵۴۰۰۰ مهاجرو د ننوتلو مخه نیولې ده او تر ۵۰۰ ډېر قاچاق وړونکي یې په بند محکوم کړي دي.
د هنګري د امنیتي چارو سلاکار ګیورګي باکوندي په حواله د تېر کال د همدې مودې پرتله دغه هیواد ته د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې زښت زیات ډېروالی راغلی دی. تېر کال هنګریایي پولیسو ټولټال ۱۷۰۰۰ مهاجر نیولي وو او ۲۰۰ قاچاق وړونکي یې په بند محکوم کړي وو.