د ارشیف انځور.  سویس کې د مهاجرو یو مرکز. انځور: رویټرز
د ارشیف انځور. سویس کې د مهاجرو یو مرکز. انځور: رویټرز

د سویس د کډوالو اداره وایي سږ کال تر دې دمه تر ۱۵۰۰ ډېر افغان مهاجر دغه هیواد ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته سویسي چارواکو ویلي وو دوی د زیات شمېر افغانانو د منلو پلان نه لري.

د سویس د کډوالو ادارې په حواله له تېرې اګست میاشتې راهیسې دغه هیواد ته د اوښتونکو افغان مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. داسې ګومان کېږي چې یاد مهاجر افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې له خپل هیواد څخه وتلي دي.

د رسمي شمېرو له مخې سږ کال ډېری افغانان د سویس ختیځې سن ګالن سیمې ته رسېدلي دي چې اتریش ته نږدې موقعیت لري. سویسي ځواکونو تېره اکټوبر میاشت یاده سیمه کې ۶۳۲ تنه او تېر سپټمبر ۴۴۶ تنه نور افغانان مهاجر نیولي وو. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په اپریل میاشت کې یوازې ۵۴ افغانان د سویسي سرتېرو له خوا نیول شوي وو.

چارواکو زیاته کړې ده چې د دغو افغانانو په ډله کې زیات شمېر کم سن لرونکي مهاجر هم شته. په وینا یې ډېری کډوال سویس کې د پاتېدو پلان نه لري او غواړي چې نورو اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.

ځایي رسنۍ بیا وایي له څه مودې راهیسې داسې ګنګوسې خپرې شوې دي چې ګواکې اتریش نور مهاجر نه مني. خو اتریش بیا دغه ګنګوسې ردوي. سویسي چارواکو دا هم ویلي چې د غیرقانوني مهاجرو د بېرته لېږلو پر سر له اتریش سره خبرې اترې روانې دي.

د یادلو ده چې تېر اګست د افغانستان د پخواني نظام له ړنګېدو سره سم د سویس د عدلیې وزیرې کارین کېلر زتر ویلي وو د زیات شمېر افغانانو د منلو پلان نه لري.

 

نورې ليکنې