د ملاکاسا په کمپ کي د واوري وضعيت | Photo: Twitter account @Patricia Colon, SOS Refugiados, Spain
د ملاکاسا په کمپ کي د واوري وضعيت | Photo: Twitter account @Patricia Colon, SOS Refugiados, Spain

د اونيو راهيسي د يونان په مرکزي وچه کي له پناه غوښتنې څخه ليري ساتل سوي دي. زيات مهاجر مجبوره دي چي په سړه هوا کي په وږي نس تر شين آسمان لاندي شپې او ورځي تيري کړي.

په يونان کي څو ورځي تر مخه د واوري طوفانونو د دغه هيواد يو شمير سړکونه بند کړل. دغه طوفانونه او سړه هوا چي د زیاتو ګډو وډيو لامل سول، په زياته هغه مهاجر يې لا وځپل چي نه غذا او نه سرپناه لري. 

و اتن او ملاکاسا ته نژدې د ريتسونا کمپ يو له هغو کمپونو څخه دی چيري چي زيات مهاجر په داسي حال کي ژوند کوي چي په کافي اندازه له شديد موسم څخه د ساتنې اړين امکانات نه لري. سږ کال د زښتي سړې هوا عواقب د زيات شمير مهاجرو له پاره ځکه تر بل هر وخت ډېر شديد دي، ولي چي حکومت د تير ۲۰۲۱ عيسوي کال په اکتوبر کي نوي اصول رامنځته کړل. د دغو اصولو له مخي د مثال په توګه لږ تر لږه ۶۰۰۰ انسانان نور غذايي مرستو ته لاسرسی نه لري. 

په داسي حال کي چي د حکومتي نوو اصولو له کبله يو شمير انسانان د مرستو په ترلاسه کولو کي د خلا سره مخامخ دي، يو شمير غيردولتي مرستندويه سازمانونه کوښښ کوي چي دغه تشي ډکي کړي. دغه سازمانونه و اړمنو مهاجرو ته خوراکي توکي او د نظافت توکي ورکوي. خو د سي آی په شان مرستندويه سازمانونه وايي چي نور د دوی له پاره د دغو تشو ډکول ډير مشکله سوي دي.

بیا ولولئ: سازمانونه د يونان په مهاجر کمپونو کي له لوږي خبرداری ورکوي

دباندي په سړه هوا کي

د يونان په شمالي سيمو کي شديد موسم په لوړه اندازه هغه انسانان اغېزمن کړي دي چي بې سرپناه دي. زيات شمير دغه انسانان هغه وخت بې سرپناه سول کله چي د يونان حکومت په مرکزي وچه کي د لومړي ځل پناه غوښتنو منل ودرول. 

د يونان د حکومت د نوو اصولو له مخي د دغه هيواد په مرکزي وچه کي نور د پناه غوښتني نه منل کيږي، خو صرف په هغه صورت کي چي اړونده کس ځان د ځانګړي مجروح کېدونکي او اړمن کس په توګه ځان تثبيت کړي.

د موبايل انفو ټيم په نوم مرستندويه ډلې څخه کورينه لينه کار وايي چي د يونان د مرکزي وچي تر څنګ په کرېټا او رودس کي هم له ۹ اونيو راهيسي د پناه غوښتنې نه اخيستل کيږي. کينه کار زياتوي چي زيات انسانان له دوی څخه پوښتنه کوي چي چيري د پناه غوښتنه وکړي، خو په وينا يې دوی دا دردوونکې دنده لري چي هغوی ته ووايي چي د پناه غوښتنه نسي کولای. د هغې په وينا زيات شمير دغه مهاجر د شپې پر وخت په پارکونو، کوڅو ، خالي ودانيو، پارک ځايونو او نورو ورته او خالي ځايونو کي څملېدو ته اړ دي.

بیا ولولئ: یونان: کس او لېروس ټاپوګانو کې دوه تړلي مهاجر کمپونه پرانیستل شوي

لينه کار وايي چي له تيرو درو اونيو راهيسي د يونان په شمالي سيمو کي د تودوښي درجه تر صفر څخه کښته سوې ده. د هغې په وينا د هغو غير ثبت سوو مهاجرو لپاره وضعيت ډېر «خطرناک يخ» دی، څوک چي سرپناه، روغتيايي مراقبت او نورو حکومتي مرستو ته لاسرسی نه لري.

د يونان حکومت د نوامبر په مياشته کي اعلان وکړ چي په مرکزي وچه کي به دوه نوي مراکز خلاص کړي خو په دې اړه يې تر اوسه نور دقيق معلومات نه دي ورکړي. دمګړی اوس صرف د ايفروس په سيمه کي د فايلاکيو په نوم مرکز فعال دی. خو دغه مرکز ته هيڅ مهاجر په رضاکارانه توګه د تلو له پاره زړه نه ښه کوي، ځکه چي دغه مرکز و سرحد ته ډېر نژدې دی او هغوی بيره لري چي له دغه مرکز څخه به له يونان څخه اخراج کړل سي.

د يونان په مرکزي وچه کي د پناه غوښتنې د درولو اصول د هغه وروسته رامنځته کړل سول، کله چي مهاجر د اوبو پر پرتله په په وچو لارو په ډېر زيات شمير و يونان ته رسېدل پېل سول. 

 

نورې ليکنې