آرشیف انځور ـ د آلماني د زدکړي کورس
آرشیف انځور ـ د آلماني د زدکړي کورس

د «آلمان بنسټ» په نوم بنياد وايي چي په آلمانۍ ټولنه او د کار په بازار کي د مهاجرو او کډوالو د ادغام لپاره بايد لا زيات عملي اقدامات وسي.

د آلمان بنسټ مشر، ميکولای چيچانوويچ و پروتستانت خبري آژانس ته ويلي دي چي په آلمان کي د کډوالو او مهاجرو د بهتر ادغام له پاره بايد يو شمير اقدامات وسي. نوموړي په دې ترڅ کي د بهرنيانو د بريليکونو او دپلومو د چټک په رسميت پېژندلو، د تابعيت په قوانينو کي د تعديل او د تعليم له لاري په ټولنه کي د مهاجرو له پاره د ترقي د زياتو امکاناتو غوښتنه وکړه.

چيچانوويچ ويلي دي چي د مهاجرو او کډوالو د ادغام په ترڅ کي که څوک آلمان د نورو هيوادونو سره مقايسه کړي، نو آلمان بالکل کم نه دی. خو هغه ويلي چي د ادغام په موضوع کي آلمان ته د ښوونځي درې نمرې ورکوي. په آلماني ښوونځيو کي شپږ نمرې ورکول کيږي چي اوله يې تر ټولو ښه او ۶ يې تر ټولو ټيټ نمره ده.

د آلمان بنسټ مشر په داسي حال کي دا څرګندوني کړي دي چي آلمان «د ادغام لپاره د عمل ملي پلان» د جوړېدو لسمه کليزه لمانځي. چيچانوويچ د ياد پلان او تګلارې څخه ستاينه کړېده او و تعريف سوو اهدافو ته د رسېدو له پاره يې هغه «مهم اوزار» بللي دي. د هغه په وينا د پرېکړو ياده بسته ځکه هم مؤثره ده ولي چي په وينا يې د ادغام په پروسه کي له دولت څخه نيولې بيا تر مدني ټولنې پوري ټول اړخونو پکښي ښکېل دي. د ياد بنسټ دغه مشر ويلي دي چي البته ټولنيزې ننګونې د سياسي پرېکړو له لاري په يوه شپه کي نه جواب کيدلای. هغه ويلي چي و اهدافو ته د رسېدلو لپاره وخت او حوصلې ته اړتيا سته. نوموړي دا خبره ناسمه او «غير منصفانه» بللې چي ګواکي په آلمان کي ادغام د شاپېټي يعني په ډېر کرار رفتار پر مخ ځي. هغه زياته کړې چي ادغام وخت ته اړتيا لري.

د آلمان بنسټ رئيس ويلي دي چي بنياد ته يې دا هم ډېر مهم دي چي هميشه د نوو مهاجرو په هکله خبري ونسي، بلکه هغه انسانان هم په ياد وساتل سي چي په دويم يا دريم نسل په آلمان کي ژوند کوي او د کډوالۍ شاليد لري. د نوموړي په وينا په دې ترڅ کي لا زيات کار ته اړتيا سته چي د کډوالۍ شاليد لرونکي دغه کسان په دولتي ادارو او پرمختګ کي خپل ځای ولري. هغه ويلي چي په دولتي ادارو کي بايد لا زيات داسي کسان وګومارل سي چي د کډوالۍ شاليد ولري. 

چيچانوويچ له بهر څخه د راغلو انسانانو د بريليکونو او دپلومو د په رسميت پېژندلو په ترڅ کي د لا زياتو آسانتياؤ د راوستلو غوښتنه کړېده. هغه ويلي چي دمګړی عموما په آلمان او انګريزي ژبه و کډوالو ته مشوره ورکول کيږي چي د هغوی بريليکونه څنګه په آلمان کي په رسميت پېژندل کيدلای سي. د هغه په آند بايد دا ډول مشاورت او لارښوونه په نورو ژبو هم وړاندي کړل سي ځکه چي په وينا يې زيات هغه کسان چي تازه آلمان ته راغلي وي او نه يې آلماني او نه يې انګرېزي زده وي، نو هغوی اړين مشاورت ته پر وخت لاسرسی نه لري.

مهاجرت چارو کارپوه چينچانوويچ پر دې ټينګار کړی دی چي په آلمان کي د غبرګ تابيعت لرلو امکان بايد وساتل سي. هغه ويلي چي د غبرګ تابعيت لرلو قانون په ادغام کي مرسته کوي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې