د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. انځور: رویترز
د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. انځور: رویترز

د رسنیو د راپورونو په حواله د هنګري په سوېلي برخه کې ترافیکي پېښې ۲۶ کډوال ژوبل کړي دي. دې پېښه کې لارۍ چلوونکی هم ټپی شوی دی.

د هنګري پولیس وایي چې دغه موټر سګد سرحدي ښار ته څېرمه فوراسکوت کلي کې له دېوال سره ټکر کړی دی. د ژغورونکو په حواله له ژوبل شویو څخه د ۱۷ تنو روغتیایي حالت نازک دی خو ۱۰ تنه نور بیا په سطحي توګه ټپیان شوي دي. دې پېښه کې دوو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.

ویل کېږي چې دغه بلجیمی موټر چلوونکی او کډوال له صربیا څخه هنګري ته اوښتي دي. پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لارۍ کې سپاره کسان «ناقانونه کډوال» دي.

ټاکل شوې ده چې موټر چلوونکی د انساني قاچاق او ترافیکي پېښې په تور عدلي او قضایي مراجعو ته وسپارل شي. 

دا په داسې حال کې چې د هنګري پولیسو د فبرورۍ پر ۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې له تېرو درېو ورځو راهیسې یې ۵۸۹ کډوال له خپلې پولې څخه په شا تمبولي دي.

د خبرپاڼې له مخې سرحدي ځواکونو د تېرې جنورۍ میاشتې له ۲۴ تر ۳۰ پورې هنګري ته د ۱۲۹۵ کډوالو د اوښتو مخنیوی کړی و. دغه راز د جنورۍ له ۳۱ د فبرورۍ تر ۶ پورې د ۱۸۷۲ تنو نورو مخه نیول شوې وه.

هنګري خپلې خاورې ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره له صربستان او کروېشیا سره پر پوله اغزن تار لګولی دی. همدارنګه د هنګري په سرحدي سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

هنګري په ۲۰۱۸ کې د ستاپ سوروس په نوم د پناه غوښتنې قانون تصویب کړ. د دغه قانون له مخې هر هغه څوک چې په ناقانونه ډول د شېنګن زون بهر هیواد څخه هنګري ته د مهاجرو د ننوتلو زمینه برابره کړي، په یو کال بند محکومېدلی شي.

‌د یادولو ده چې د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې د ۲۰۲‍۱ په نومبر میاشت کې هنګري د پناه غوښتنې حق په برخه کې له اروپایي‌ قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړې وه.

 

نورې ليکنې