آرشيف انځور| Photo: picture alliance / associated press
آرشيف انځور| Photo: picture alliance / associated press

د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي ماموري، ريم العبلي رادوفان ويلي دي چي په آلمان کي په پوليسو او ښوونځيو کي بايد د کډوالۍ شاليد لرونکي لا زيات کسان وګومارل سي.

العبلي رادوفان ويلي دي چي دا يې هيله ده چي په آلمان کي لا زيات د مهاجرت شاليد لرونکي کسان د پوليس، ښوونکو او اداري چارواکو په توګه وويني. د هغې په وينا د آلمان دولت د دولتي کارګرو په توګه زيات شمير هغه ځوانان تر خپل چتر لاندي نه لري چي په آلمان کي اوسيږي خو په دغه هيواد کي زېږېدلي نه دي. نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې د ورځي د «راينيشه پوست» ورځپاڼي ته کړي دي. 

د سوسيال دموکرات ګوند سياستوالي، العبلي رادوفان زياته کړېده چي پر دواړو اړخونو د ملاحظاتو د له منځه وړلو له پاره اړتيا ده. د هغې په وينا په دولتي ادارو کي د مهاجرت د شاليد لرونکو چارواکو شمير بايد زيات سي. دغې ماموري وړانديز کړی دی چي د آلمان مرکزي حکومت بايد په هدفمندانه توګه په دا ډول همکارانو پسي لټون وکړي او هغوی ته کار ورکړي.

دولتي وزيري العبلي رادوفان البته هغې غوښتني ته په شک او شبهه سره کتلي چي وايي په دولتي ادارو کي بايد د مهاجرت د شاليد لرونکو همکارانو لپاره حد اقل سهميه لازمي کړل سي. هغې د دغې غوښتنې په هکله زياته کړې: «په دې هکله بايد لا احتياط وکړل سي. موږ اول بايد ټول نور امکانات په کار واچوو او په دې لړ کي لا زيات کار ته اړتيا سته، ولي چي په آلمان کي د نفوس تقريبا څلورمه برخه د کډوالۍ شاليد لري. دا شمير بايد په پوليسو، ښوونځيو او ښارواليو کي هم انعکاس ولري.» د دغې دولتي وزيري په وينا آلمان د ياد مقصد له پاره پر يوې ستراتيژۍ کار کوي.

يو دېرش کلنه د عراقي مور او پلار لور دغه دولتي وزيره ځان ته د يو مثال په توګه نه ګوري. هغه وايي چي نه خوښوي چي د يوې بېلګي به توګه ياده کړل سي. خو وايي که دا په زياته د ځوانو پيغلو د تشويق سبب وګرځي، نو په دې به خوښه وي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې