آرشيف انځور ـ د اروپايي محکمې د ودانۍ مخکي دړه| Photo: Imago Images/P. Scheiber
آرشيف انځور ـ د اروپايي محکمې د ودانۍ مخکي دړه| Photo: Imago Images/P. Scheiber

اروپايي محکمې فيصله کړې چي د اروپايي اتحاديې يو غړی هيواد په بل غړي هيواد کي د قبول سوي پناه غوښتونکي نوې پناه غوښتنه ردولای سي.

د فرانس پريس خبري آژانس د راپور له مخي اروپايي محکمې يوه فيصله کړې چي په يو اروپايي هيواد کي د قبول سوو مهاجرو له خوا په بل هيواد کي د بيا پناه غوښتني به تړاو ده. يادي محکمې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۳مه نېټه) په لوکزامبورګ کي خپله ياده فيصله واوروله.

د ياد خبري آژانس د راپور له مخي په مشخصه توګه دغه قضيه (د دوسيې شمېره C-483/2) په اتريش کي د اوسېدونکي يو سوريايي کس په هکله وه چي لور يې په بلجيم کي د دويمي درجې قبولي تر لاسه کړې وه.

د انجلۍ پلار چي په اتريش کي يې ژوند کاوه، په بلجيم کي يې هم د پناه غوښتنه وکړه. خو د بلجيم هيواد چارواکو د هغه پناه په دې دليل رده کړه چي هغه خو ګواکي په اتريش کي ژوند کوي او بايد هلته د پناه غوښتنه وکړي. سوريايي کس د بلجيم د چارواکو د دغې پرېکړي پر ضد په بلجيم کي و محکمې ته مراجعه وکړه. د بلجيم محکمې دغه قضيه د اروپا محکمې ته ولېږله ځکه چي د اروپا محکمه د اروپايي اتحاديې د قوانينو د تشريح او تفسير صلاحيت لري.

د اروپا محکمې اوس په خپله فيصله کي دا روښانه کړېده چي په دا ډول مورد کي لکه چي ياد کړل سو، د اروپايي اتحاديې غړی هيواد مکلف نه دی چي د نړيوال محافظت غوښتنه وارزوي. خو په فيصله کي راغلي چي د محافظت لرونکي کس د کورنۍ د يو غړي لپاره د اوسېدنې حق او ورته نور حقونه بايد ورکول سي. د فيصلې له مخي خو دا په دې پوري اړه لري چي هغه په کوم هيواد کي چي ژوند کوي پر بهتره شرايطو حق لري که نه.

خو دا چي په مشخصه توګه به د سوريايي سړي او د هغه د لور په هلکه څنګه فيصله کيږي، اروپايي محکمې دا فيصله د بلجيم و محکمې ته پرې ايښې ده. خو د بلجيم محکمه مکلفه ده چي د اروپايي محکمې له خوا د قوانينو وړاندي سوی تفسير عملي کړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې