د قبرس ولسمشر نيکوس اناستاسياديس له پورنارا کمپ څخه د لېدنې پر وخت | انځور: اسوشيېتد پريس
د قبرس ولسمشر نيکوس اناستاسياديس له پورنارا کمپ څخه د لېدنې پر وخت | انځور: اسوشيېتد پريس

په قبرس کي په سلهاؤ کمسن مهاجر د زياتو ستونزو سره مخامخ دي. د دغه هيواد اړوند مامور په دې اړه اندېښنه څرګنده کړېده.

قبرس د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو څخه تر ټولو کوچنی هيواد دی. په دغه هيواد کي زيات شمير هغه تر قانوني سن څخه کم عمر لرونکي مهاجر چي ورسره سرپرستان نه دي مل، له زياتو ننګونو سره مخامخ دي. هغوی په دغه هيواد کي د نوي ژوند پېل کولو په وړاندي د ستونزو ډېر داستانونه لري.

و کمسن مهاجرو ته د ورپېښو ستونزو څخه د کمپونو تر اندازې زيات ډکوالی، د نظافتي ځايونو خراب وضعيت او د خوراکي توکو ناکافي اندازه د يادولو وړ ده. د پلازمېني نيکوزيا پر څنډه واقع د پورنارا په نوم مهاجر کمپ په هکله تېره اونۍ خورا تنقيدي راپور خپور سو. دغه راپور په قبرس کي د ماشومانو د حقونو څخه د دفاع لپاره د ځانګړي مامور يا استازي دېسپو ميکاليدو له خوا چمتو سوی ؤ.

ولسمشر نيکوس اناستاسيادېس د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۱مه) له دغه کمپ څخه کتنه وکړه. نوموړي په خپله په ياد کمپ کي د هغه حالت شاهد سو چي ورته ده د «تراژيک وضعيت» اصطلاح وکاروله. هغه د هغو کسانو ستاينه وکړه چي د کمسن مهاجرو د وضعيت د بهتره کولو لپاره کار کوي.

نيکوسيا وويل چي د قبرس هيواد ۴،۶ سلنه نفوس په پناه غوښتونکو او د محافظت په متلاښي کسانو مشتمل دی. د هغه په وينا دغه فيصدي د اروپايي اتحاديې په بل هيڅ غړي هيواد کي حد اقل د اوکراين د جګړې له پېل تر مخه دومره جګه نه وه. روسيې د فبرورۍ مياشتي په ۲۴ مه نېټه پر اوکراين بريد وکړ چي د هغه راهيسي له اوکراين څخه تر درو مليونو څخه زيات انسانان مهاجر سوي دي. 

سويلي قبرس چي د قبرس او يونان له خوا اداره کيږي په ټوليزه توګه ۸۵۰ زره نفوس لري او په تېره کال کي ورته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمير د پخوا په پرتله څلور چنده زيات سو او ۱۳۰۰۰ ته جګ سو.

نيکوزيا پر ترکيې تور لګوي چي له ۱۹۷۴ کال راهيسي يې د دغه ټاپويي هيواد شمالي دريمه برخه د خپلو پوځيانو په مرسته نيولې ده. نيکوزيا تور لګولی چي ترکيه تر زياتي اندازې و قبرس ته د مهاجرو د ورتګ لپاره لمنه وهي. خو ترکيه دغه تورونه ردوي.

د بشري حقونو سازمانونه د پورنارا په کمپ کي پر وضعيت سختي نيوکي کوي. دغه کمپ چي د مهاجرو د ثبت مرکز دی، د بشري حقونو سازمانونه ورباندي تور لګوي چي د نوو راتلونکو مهاجرو سره خورا سخت چلن کوي. دغه مرکز تېره مياشت د سخت اخ و ډب له کبله ولړزېد.

په ياد مرکز کي دمګړی ۲۷۵ کمسن مهاجر ژوند کوي چي اکثريت يې د کانګو له ډموکراټيک جمهوريت او سوماليا څخه مهاجر سوي. دا په دې هيله چي په اروپا کي ځان ته آرام ژوند پيدا کړي او په دې توګه له ځايي مليشو څخه ځان بچ کړي چي په زور سره ځوانان جګړې ته جلبوي. 

يا مهاجر کمپ او د ثبتونې مرکز چي په اصل کي ويل کيږي د ۱۰۰۰ مهاجرو لپاره طرحه سوی ؤ د کورنيو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس دمګړی پکښي ۲۵۳۵ مهاجر اوسيږي.

ميکاليدو په فبرورۍ کي ويلي ول چي په دغه کمپ کي په هره کوټه کي تقريبا ۱۵ انسانان اوسيږي چي زيات وختونه په مشترکه توګه يو چپرکټ استعمالوي او ماشومان په آخره کي پر مځکه بيديږي.» هغه زياته کړې وه چي ماشومان مجبوره دي چي په ګډه يو توشناب او يوه غسلخانه استعمال کړي.

د کورنيو چارو وزير نيکوس نوريس هغه راپورونه بې اساس بللي ول چي پکښي ادعا سوې وه چي و يادو کمسنو مهاجرو ته تر اندازې کم خوراک او چښاک رسيږي. 

قبرسي چارواکو ويلي ول چي ۹۰ کمسن مهاجر يې تېره اونۍ په لانارکا بندري ښار کي و هوټلونو ته انتقال کړي او ۱۵۰ نور کمسن مهاجر به هم انتقال کړي. په دې توګه به نو په پورنارا کمپ کي ۱۲۰ کمسن مهاجر پاته سي.

د ټولنيزو مرستو د ادارې مشري، هارا تاپانيدو وايي چي د کمسن مهاجرو د زيات شمير له کبله شته امکانات تر فشار لاندي راغلي دي. هغې ويلي دي چي زيات وخت دغه مهاجر بېله حقوقي مراقبت څخه يوازي پرېښودل کيږي. 

شپاړس کلنه انا چي د کانګو له ډموکراټیک جمهوريت څخه ده، وايي چي له نن څخه نهه کاله تر مخه يې خپله مور د وروستي ځل لپاره ليدلې ده. هغه وايي: «زما مور له کانګو څخه مهاجره سوه او فرانسې ته ولاړه. دا د دې لپاره چي ما او زما خور ته بهتره ژوند ممکن کړي او زموږ ورک ورور راپيدا کړي.» هغه وايي چي د کينشاسا څخه وتښتېدله چي د خپلي مور سره يوځای سي خو له درو مياشتو راهيسي په پورنارا کمپ کي بنده پاته ده.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې