آرشيف انځور ـ اوکراين | انځور: رويترز
آرشيف انځور ـ اوکراين | انځور: رويترز

د آلمان د پروتستانت کليسا يو لوړ پوړي چارواکي د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د اوکراين له جګړيزه مکلفيت څخه تښتېدونکو عسکرو ته دي پناه ورکړي.

د اوکراين حکومت د دغه هيواد هغه وګړي له هيواد څخه له وتلو منع کړي دي چي عمرونه يې د اتلسو او ۶۰ کالونو تر منځ وي. له دې کبله زياتره هغه اوکرايني مهاجر چي مهاجر سوي دي، اکثريت يې مېرمني او ماشومان دي.

اوس د آلمان د پروتستانت کليسا ايالتي اُسقف فريدريش کرامر غوښتنه کړېده چي په عسکري او جګړه مکلف کړل سوو خو له دغو مکلفيتونو څخه په تېښته کي اوکرايني، روسي او د سپيني روسيې اتباعو ته دي پناه ورکوله سي. نوموړي په همدې توګه غوښتنه کړېده چي د جګړې له کبله هغه بل اړخ ته اوښتونکو او له جګړې تښتېدونکو ته دي پناه ورکوله سي.

اُسقف کرامر دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۶مه) په بون کي د جګړې له مکلفيت څخه د ممانعت کوونکو د شبکې په يوه غونډه کي وکړې. نوموړي غوښتنه کړېده چي له عسکرۍ څخه د تښتېدونکو اوکراينيانو، روسانو او بېلاروسانو لپاره بايد په اروپايي اتحاديه او آلمان کي د پاته کېدو لپاره د دايمي پاته کېدو لرليد رامنځته سي. هغه غوښتي چي يادي ډلي کسانو ته دي دايمي پناه ورکوله سي.

کرامر د خپلو څرګندونو په ترڅ کي پر دې ټينګار وکړ چي له عسکرۍ څخه تېښته د آلمان د قوانيو له مخي بنيادي حق دی. 

د آلمان د منځنۍ ساحې د کليسا دغه مسؤل ويلي چي «هر هغه څوک چي د خپل ضمير له کبله له جګړيز مکلفيت څخه سرغړونه او انکار کوي، هغه زموږ مرستي ته اړتيا لري.»

د لوتر پروتستانت کليسا د زاکسن وياند ميشايل څيمرمن وويل چي د آلمان تر څنګ په نورو هيوادونو کي چيري چي جګړه ده هم بايد له جګړيز مکلفيت څخه انکار کول بايد حفظ کړل سي. هغه وويل چي په دې ترڅ کي بايد هغسي ونسي لکه دمګړی چي په اوکراين کي له جګړيز مکلفيت څخه انکار کوونکي اجازه نه لري چي هيواد پرېږدي.

فريډريش وويل چي په تيرو کالونو کي له اوکراين څخه په سلونو هغه له عسکرۍ تښتېدونکي چي په آلمان کي يې د پناه غوښتنه کړېوه، د اکثرو د پناه غوښتنې ردي سوې او په دې توګه د جګړې نوي ماموريت ته ولېږدول سول. هغه غوښتنه وکړه چي دا ډول پاليسي بايد پای ومومي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې