په برلين کي د اوکراين مهاجرو ته ځانګړي لوحې| انځور: بنيامين بارتکه
په برلين کي د اوکراين مهاجرو ته ځانګړي لوحې| انځور: بنيامين بارتکه

د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ وويل چي له اوکراين او نورو سيمو څخه دغه هيواد ته پناه راوړونکو د محافظت کولو هڅي به لا ګړندۍ کړي.

د آلمان په لوېديځ ښار دوسلدورف کي ځايي چارواکو هغه خبرونه تائيد کړي دي چي له مخي يې پر يوې اوکراينۍ ځواني مېرمني د جنسي تيري هڅه سوې ده. ويل سوي چي دغه مېرمنه د مهاجرو له پاره ځانګړي سوي د بېړۍ په يو هوټل کي استوګنه وه چي دوو نارینه په جنسي توګه زهيره کړېده. د دغه پيښي خبر په آلمان کي په عامه توګه غم او غوسه راوپاروله. 

د دوسلدورف له څارنوالۍ څخه انتونيا ماسنبېرګ ويلي دي چي دواړه تورن کسان په توقيف کي دي. خو هغې د آلماني رسنيو د هغه راپورونو پخلی ونکړ چي پکښي راغلي چي د قرباني مېرمني عمر ۱۸ کاله ښودل سوی ؤ. مانسبېرګ د قرباني مېرمني د عمر نه ښودلو لامل د دغې مېرمني د محرمو معلوماتو ساتنه وبلله.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند ساشا لاورېنڅ په برلين کي خبريالانو ته وويل چي چارواکي په دې کار کوي چي هر هغه کس ته سرپناه ورکړي چي اړتيا يې لري.

د آلمان هيواد تر ۱۷۵۰۰۰ څخه زيات اوکرايني مهاجر ثبت کړي دي. دا هغه شمير مهاجر دي چي د آلمان د سرحدي پوليسو پر سرحد د کنټرول پر وخت ثبت کړي دي. اټکل کيږي چی ښايي آلمان ته د راغلو اوکرايني مهاجرو شمير نور هم زيات وي.

په عيني حال کي د مهاجرت نړيوال سازمان د چهارشنبې په ورځ پر دې اندېښنه څرګنده کړه چي د اوکراين له جګړې څخه په تېښته کي انسانان د انساني قاچاق او ناوړه استفادې د ګواښ سره مخامخ دي. دا د هغه وروسته چي تر مخه لا د انساني قاچاق او جنسي تېريو په تړاو راپورونه ورکول سوي دي. د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي چي بعضي هغه اشخاص چي د انسانانو سره په تېښته کي د مرستي وړانديز کوي، هغوی د ممکنه زبېښاک يا سوی استفادې لامل کيدلای سي.

ياد نړيوال سازمان توصيه کړېده چي هر څوک دي د ترانسپورت او سرپناه په موضوع کي د ځايي سازمانونو سره مشوره کوي او د سفر تفصيلات او د اوسېدنې د ځای په هلکه دي ورسره معلومات شريک کوي. 

په برلين کي پوليسو ځانګړي لوحې لګولي چي ځوانانو او مېرمنو ته پکښي له شکمنو کسانو او وړانديزونو څخه خبرداری ورکوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې