په قبرس کي د مهاجرو آرشيف انځور | انځور: ګيتي ايميجيز
په قبرس کي د مهاجرو آرشيف انځور | انځور: ګيتي ايميجيز

د اروپايي اتحاديې د احصاييو ادارې يورو سټیټ ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د اتحاديې په غړو هيوادونو کي د مخکني کال په پرتله د پناه غوښتني زياتي ثبت شوې وې دا په داسې حال کې ده چې له دې څه یوه کال وړاندې د کرونا اوبا له امله د پناه غوښتونکو په شمیر کې کموالی راغلی و.

د اروپايي اتحاديې د احصاييو لپاره د يادي ادارې په یوه راپور کې چې د چهار شنبې په ورځ خپور شوی راغلي چې په ۲۰۲۱ کال په ټوليزه توګه د اروپايي اتحاديې په ۲۸ غړو هيوادونو کي ۵۳۵ زره د پناه غوښتني شوي چي دا شمير د ۲۰۲۰ کال څخه ۲۸ سلنه زيات دی. له ياد شمير څخه تقريبا څلورمه برخه د پناه هغه غوښتني دي چي په لومړي ځل په آلمان کي شوي دي.

د يادي ادارې د معلوماتو له مخي په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتنو تقريبا ۳۸ سلنه د سوريې، افغانستان او عراق د وګړو لخوا سوی دي. له يادو درو هيوادونو سره تړاو لرونکو کسانو د پناه غوښتنو شمير په ۲۰۲۱ کال په ټول آلمان کي د پناه غوښتنو ۴۵ سلنه جوړوي.

د نفوس د شمير په تناسب په ۲۰۲۱ کال د آلمان در هر يو مليون انسانانو په تناسب ۱۷۸۲ د پناه غوښتني سوي. په دې توګه آلمان د نفوس په تناسب د تر ټولو زياتو پناه غوښتنو ترلاسه کوونکو هيوادونو په قطار کي پر ۷ مقام دی. په قبرس کي دغه تناسب اته چنده زیات دی. د قبرس وروسته اتريش، سلوېنيا، مالتا، لوکزامبورګ او يونان د نفوس د شمير په تناسب زياتي د پناه غوښتني ترلاسه کړي دي. تر ټولو کمي د پناه غوښتني په هنګري کي سوي چي د يو مليون په تناسب صرف څلور د پناه غوښتني سوي دي. 

خو د غير تناسبي شمير له مخي آلمان په ۱۴۸۱۷۵ پناه غوښتنو ترلاسه کولو سره د نورو ټولو اروپايي هيوادونو په پرتله تر ټولو زياتي پناه غوښتني لرلي دي. د ۱۰۳۷۹۰ پناه غوښتنو په ترلاسه کولو سره فرانسه پر دويم مقام، د ۶۲۰۵۰ په شمير سره هسپانيه پر څلورم مقام او د ۴۳۹۰۰ پناه غوښتنو په ترلاسه کولو سره ايټاليه پر څلورم مقام وه.

په ۲۰۲۱ کال دومره شمير د پناه غوښتني سوي لکه په ۲۰۱۴ کال چي سوي وې. په ۲۰۱۵ کال د سوريې جګړې په ترڅ کي په اروپايي اتحاديه کي ۱،۲ مليون د پناه غوښتني سوي وې.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې