آرشيف انځور ـ اې پي
آرشيف انځور ـ اې پي

د اتريش حکومت د معلوماتو په حواله تقريبا ۴۵۰۰ بې سرپرسته ماشوم پناه غوښتونکي په دغه هيواد کي لادرکه دي. د انساني قاچاق په اړه يې اندېښنې شته دي.

په ۲۰۲۱ کال و اتريش ته ۵۷۷۰ داسي ماشومان او ځوانان داخل سول چي سرپرستان ورسره نه ول موجود. دغو ماشومانو او ژڼکيانو په اتريش کي د پناه غوښتنه وکړه. له ياد شمير څخه ۴۴۰۱ يې له افغانستان، ۱۳۴۵ يې له سوريې او نور له سوماليا، بنګله دېشن، پاکستان، مراکش، مصر او نورو هيوادونو څخه ول.

ياد معلومات د اتريش د کورنيو چارو وزير ګيرهارد کارنر د يو پارلماني غړي د سوال په جواب کي خپاره کړي دي. دغه معلومات ښيي چي د اتريش حکومت له ياد شمير کم سن پناه غوښتونکو څخه د ۴۴۸۹ کسانو په هکله لاخبره دی چي هغوی چيري دي. دا په دې معنی چي ۷۸٪ هغه ماشوم او ځوان مهاجر چي په ۲۰۲۱ کال يې په اتريش کي د پناه غوښتنه کړې وه، هغوی لادرکه دي.

له سترګو ليري سوي

د پناه غوښتونکو د ملاتړ فعاله ليزا ولفسېګر د زياتو کالونو راهيسي د کم سن پناه غوښتونکو د بهترې ساتنې او مراقبت غوښتنه کوي. هغه وايي: «تاسو پخپله اندازه ولګوئ، چي هر کال د ۱۸۰ ښوونځيو د ټولو شاګردانو په شمير» کسان لادرکه کيږي. هغه پوښتنه کوي چي دا ټول ماشومان چيري تللي دي.

ولفسېګر پخپله د خپلې پوښتني يو ښکاره جواب دا يادوي چي له ياد شمير ماشومانو څخه اکثره يې له اتريش څخه نورو اروپايي هيوادونو ته تللي دي چي هلته د خپلو کورنيو د غړو سره يوځای سي. خو هغه دا اندېښنه هم ښيي چي بعضي دغه ماشومان ښايي د انساني قاچاق قرباني سوي وي. هغه وايي چي په زياته کمسن او يوازي سفر کوونکي ماشومان د انساني قاچاق د ګواښ سره زيات مخامخ وي.

د ملګرو ملتونو د قاچاق ضد ادارې UNODC تازه معلومات ښيي چي هلکان او انجوني په نړيواله توګه د انساني قاچاق د قربانيانو يو پر دريمه برخه تشکيلوي.

د ولفسېګر په وينا د ټولې ستونزي ريښه په دې کي ده چي بې سرپرسته راغلو ماشوم مهاجرو ته په سمدلاسه توګه قانوني سرپرست نه ټاکل کيږي. د هغې په وينا د پناه غوښتنې به لومړۍ مرحله کي هغوی ته هيڅ مراقبت کوونکی کس نه ټاکل کيږي چي په نتيجه کي يې دغه ماشومان له ډيرو مهمو معلوماتو او چانسونو څخه محروم پاته کيږي. د هغې په وينا بعضي ماشوم مهاجر د حالت زغملو توان نه لري او پټيږي چي له کبله يې دا امکان زياتيږي چي هغوی د قاچاق وړونکو قرباني سي. د دغې فعالې په وينا اتريش بايد په سمدلاسه توګه و کمسن مهاجرو ته د قانوني سرپرست ټاکلو هغه اصول رامنځته کړي چي د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو دننه تر مخه لا موجود دي او عملي کيږي.


 

نورې ليکنې