د بلاروس او پولنډ پر پوله بند پاتي کډوال. انځور: ګاندي خیریه ټولنه.
د بلاروس او پولنډ پر پوله بند پاتي کډوال. انځور: ګاندي خیریه ټولنه.

اروپایي شورا پرون پنجشنبه د یوه راپور په خپرولو سره د اروپایي‌ ټولنې له پولو څخه په «پراخه کچه» د کډوالو پر شړلو نیوکه وکړه. د یادې شورا په حواله کډوال «په سیستماتیکه او تاوتریخجنه توګه» له اروپایي پولو څخه په شا تمبول کېږي. دغه شورا له اروپایي‌ هیوادونو څخه غواړي چې د کډوالو شړلو ته د پای تکی کېږدي.

اروپایي شورا پرون پنجشنبه د اپریل ۷ په یوه راپور کې وویل چې په تېرو څو کلونو کې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې له اروپایي پولو څخه پر شا تمبول شوي دي. دغه شورا چې خپلواکه ده او اروپایي ټولنې سره تړاو نه لري وایي‌، د کډوالو پر شا تمبونه پر یوې سیستماتیکې طریقې بدله شوې ده.

دغه راپور کې د کروشیا، ایټالیا، اتریش، هنګري، پولنډ،‌ لیتوانیا،‌ لاتویا، یونان، قبرس،‌ ترکیې،‌ بلغاریا، فرانسې او اسپانیا نومونه راغلي دي. پر دغو ۱۳ هیوادونو نیوکه شوې ده چې دوی کډوال ګاونډیو هیوادونو ته اخراجوي او خپله خاوره کې ورته د پناه غوښتنې د وړاندې کولو اجازه نه ورکوي.

راپور کې ویل شوي دي چې د سازمانونو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۰ د اوړي په جریان کې د فرانسې او ایټالیا پر پوله ۵۰ تر ۱۳۰ ځله د کډوالو د په شا تمبونې پېښې رامنځته شوې دي خو اکټوبر میاشت کې یې شمېر بیا ۱۷۰ ته رسېدلی دی.

همدارنګه یونان په وار وار له خپلو پولو څخه د کډوالو په شړلو تورن شوی دی. پر یونان تور لګول شوی دی چې اژه سمندر کې مهاجر له خپلو سرحدي اوبو څخه پر شا تمبوي. دغه راز پر پولنډ، لیتوانیا او لاتویا تور لګول شوی دی چې د ۲۰۲۱ په اوړي کې یې له کډوالو سره ناسم چلند کړی او خپلو خاورو ته یې د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.

نور ولولئ: راپور: یونان مهاجر د نورو مهاجرو په شړلو ګومارلي دي

راپور کې زیاته شوې ده چې ځینې هیوادونه په «سیستماتیکه توګه» د مهاجرو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي. یادې شورا پر هغو هیوادونو هم نیوکه کړې چې غواړي د کډوالو پر شا تمبونه قانوني کړي لکه فرانسه او هنګري.

د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنرې دنیا میاتوویچ ویلي چې اوسنی وضعیت ښيي چې د اروپایي ټولنې پر پرلو له بشري حقونو سرغړونه کېږي.

نوموړې دغه راز د جګړې له امله د بې ځایه شویو اکراینیانو او د نورو هیوادونو د اتباعو ترمنځ‌ پر توپیري چلند نیوکه کړې ده. په وینا یې بشري حقونه د خلکو له هویت او اصلیت سره تړاو نه لري بلکې باید د ټولو اړمنو کسانو ساتنه وکړي.

یادې شورا د اروپایي ټولنې له غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې د هغو کسانو پر وړاندې چې ساتنې ته اړتیا لري باید خپل قانوني مکلفیتونه ادا کړي. په وینا یې اروپایي هیوادونه باید پر خپلو پولو د مهاجرو سره د چلند لپاره معیاري پروسیجرونه جوړ کړي.

 

نورې ليکنې