برلين کي د اوکراين مهاجرو ته ځانګړي سوي سرويس موټرونه ـ انځور: بنيامين بارتکه
برلين کي د اوکراين مهاجرو ته ځانګړي سوي سرويس موټرونه ـ انځور: بنيامين بارتکه

په آلمان کي د کار او روزګار وزير پر آلمانيانو ږغ کړی دی چي په دوامداره توګه د مهاجرو سره ملاتړ ته دوام ورکړي. د رسمي شمېرو له مخي ۳۴۰ زره اوکراينيان آلمان ته راغلي دي.

د سوسيال دموکرات ګوند د سياستوال او د آلمان د کار د وزير هوبېرتوس هايل په وينا اوکرايني کډوال په آلمان کي اوږدمهالو امکاناتو ته اړتيا لري. هغه ويلي: «د دغې جګړې ظالمانه توندوالی او خرابۍ پر دې دلالت کوي چي په لوی احتمال به زيات انسانان (اوکراينيان) په اوږدمهاله توګه زموږ سره پاته سي.» نوموړي دا څرګندونې د آلمان خبري آژانس ته په برلين کي کړي دي. هغه زياته کړېده: «د دې لپاره موږ بايد ځان چمتو کړو.» د رسمي شمېرو له مخي تر اوسه ۳۴۰ زره اوکراينيان آلمان ته راغلي دي. 

هايل ويلي دي چي د آلمان ټولنې او دولت چي د اوکرايني کډوالو سره د مرستي کومه لېوالتيا او سخاوت خپل کړی دی، بايد چي د اوږدې مودې لپاره يې همداسي وساتي. د هايل په وينا آلمان بايد د مخکنيو مهاجرو له څپو څخه زدکړه وکړي. هغه ويلي چي د لومړي سر د عاجلې ادارې وروسته بايد چي د ادغام لپاره پړاو ممکن کړل سي. هغه زياته کړې:«دېرش کاله تر مخه هم په اروپا کي يوه جګړه وه، چي د بوسنيا بحران ؤ.» د هغه په وينا هغه وخت زياتو آلمانيانو هيله لرل چي راغلي مهاجر به ژر بېرته خپل هيواد ته ستانه سي، «خو دوی وليدل چي زيات وخت تېر سو او ماشومان په ښوونيز نظام کي ول، آلماني ژبه يې زده کړې وه او د ښوونځيو بريليکونه يې ترلاسه کړي ول او زموږ سره د يو لرليد په تلاښ کي ول.»

هايل ويلي چي زيات تازه راغلي اوکرايني مهاجر غواړي چي د امکان تر حده ژر بېرته خپل هيواد ته ستانه سي. د هغه په وينا دا حقيقت له دې څخه هم څرګنديږي ځکه چي زيات اوکرايني ماشومان په آلمان کي د هوم سکولينګ له لاري په خپل هيواد کي زدکړي کوي. د هغه په وينا البته داسي نه برېښي چي په نژدې وخت کي به د جګړې وضعيت دغو انسانانو ته امکان برابر کړي چي هغوی بېرته ستانه سي.

دغه آلماني وزير اعلان کړی دی چي د اوکرايني مهاجرو د تعليمي سندونو د په رسميت پېژندلو او د هغوی لپاره د ژبي د کورسونو نور امکانات برابريږي. د آلمان مرکزي حکومت او فدرالي حکومتونو پر دې توافق کړی ؤ چي د اوکراين مهاجر به د سوسيال مرستو مستحق وي او د کار موندنې د مراکزو له خوا به يې مراقبت کيږي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې