آرشيف انځور
آرشيف انځور

د آلمان چارواکو د دغه هيواد په بادن ويورتمبېرګ ايالت کي د شکمنو انساني قاچاق وړونکو پر ضد چاپه وهلې ده.

د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي دولتي چارواکو د بادن ويورتمبېرګ ايالت په کونستانڅ کي دغه چاپه وهلې ده. د چاپې مقصد د يو شمير هغو انسانانو نيول او پر ضد يې شواهد خوندي کول ؤ چي ورباندي د انساني چاقاق کولو شک کيږي.

د راپور له مخي د سوماليا هيواد پر تابعيت لرونکو درو کسانو شک دی چي له سوماليا هيواد څخه يې په هوايي او مځکنۍ لاره و آلمان ته انسانان راقاچاق کړي دي. په دې تړاو د آلمان فدرالي پوليسو او څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۱۳نېټه) معلومات ورکړل.

چارواکو ويلي چي دغو کسانو چي له سوماليا څخه را وستل سوي دي، و آلمان ته د سفر پر وخت خپل اړين قانوني اسناد نه لرل. زياته سوې چي دغې ډلې د سوماليا هيواد سره تړاو لرونکو نورو په آلمان کي استوګن کسانو اسناد او اقامې په ناقانونه توګه استعمال کړ يدي. زياته سوې چي په قاچاق تورنو کسانو د يادو اسنادو پر اساس راقاچاق سوو کسانو ته اسناد په لاس راوړي ول.

په چاپه کي چارواکو ته د موبايلونو، نوټ بوکونو او هويتپاڼو تر څنګ نور اسناد هم په لاس ورغلي دي. چارواکو ياد توکي ضبط کړي دي او وايي چي ارزونه به يې وسي. په دغه چاپه کي د کوم تورن کس د نيول کېدني خبره نه ده سوې.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې