بلجیم کې کم عمر لرونکي کډوال د خپلو اداري کارونو د ترسره کولو لپاره قانوني سرپرست ته اړتیا لري. انځور: پېکچر الاینز
بلجیم کې کم عمر لرونکي کډوال د خپلو اداري کارونو د ترسره کولو لپاره قانوني سرپرست ته اړتیا لري. انځور: پېکچر الاینز

پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته نږدې ۶۰۰ کم عمر لرونکي اکراینیان له خپلو کورنیو پرته بلجیم ته رسېدلي دي. دوی د خپلو اداري کارونو د ترسره کولو لپاره قانوني سرپرستانو ته اړتیا لري چې د دولت له خوا ټاکل کېږي. خو بلجیم د قانوني سرپرستانو له کموالي سره مخ دی.

د جګړو له امله بلجیم کې د کم سنه او بې سرپرسته اکرایني مهاجرو له رسېدو سره دغه هیواد د قانوني سرپرستانو له کموالي سره مخ دی. دمګړۍ بلجیم کې نږدې ۹۰۰ کم عمر لرونکي کډوال قانوني سرپرست نه لري. د بلجیم د قوانینو له مخې کم عمر لرونکي کډوال له قانوني سرپرست پرته خپل اداري کارونه نه شي ترسره کولی.

د بلجیم د عدالت فدرال ادارې لو سوار ورځپاڼې ته ویلي چې نن سبا دغه هیواد کې «کم عمر لرونکي او بې سرپرسته کډوال د قانوني سرپرستانو د ټاکل کېدو لپاره په متوسطه توګه ۴ میاشتې انتظار باسي...»

د یادولو ده چې په ۲۰۲۱ کې بلجیم ته د هغو کم عمر لرونکو کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی چې سرپرست نه لري. د عدالت د فدرال ادارې په حواله په ۲۰۲۱ کې بلجیم د اروپایي ټولنې دویم هیواد دی چې له ۲۰۱۵ راهیسې یې تر ټولو ډېر کم عمر لرونکي کډوال ۴۸۸۰ منلي دي.

د بلجیم د پناه غوښتونکو فدرال ادارې د کم عمر لرونکو کډوالو مسول هدوېګ دو بیورګ کډوال نیوز ته وایي: «له تېرو څو کلونو راهیسې افغانان د کم عمر لرونکو او بې سرپرسته مهاجرو لویه برخه جوړوي… خو د کم عمر لرونکو کډوالو په ډله کې د مغرب اتباع یا اریتریایان هم دي چې غواړي برتانیا ته ولاړ شي.»

بیا ولولئ: اکراین کې جګړه: اروپایي ټولنه د کډوالو ماشومانو د قاچاق په اړه اندېښنه ښيي

کم عمر لرونکي‌ اکراینینان «د خپلو خپلوانو تر سرپرستۍ لاندې»

تر دې دمه نږدې ۶۰۰ کم عمر لرونکي او بې پرسته اکراینیان بلجیم کې راجسټر شوي دي. هدویګ دو بیورګ وایي: «دوی په معموله توګه له خپلو کورنیو او یا خپلوانو سره راځي. ځینې کورنۍ بیا خپل ماشومان بلجیم کې پرېږدي او بېرته [خپل هیواد ته] ستنېږي.»

خو د بلجیم د قانون له مخې دغه تنکي ځوانان قانوني سرپرستانو ته اړتیا لري ځکه یې خپلوان په قانوني ډول د دوی استازیتوب نه شي کولی.

په فرانسه کې بیا دیپارتمنتونه له ماشومانو سره د ټولنیزې ادارې په چوکاټ کې د عمر لرونکو او بې سرپرسته کډوالو چارو ته رسیدګي کوي. یادو کډوالو ته د فرانسې د څارنوال له خوا قانوني سرپرستان ټاکل کېږي.

د بهرنیانو او مهاجرو لپاره د همغږۍ او نوښت سازمان یا سیرې غړی کلمان ولانتن وایي چې بلجیم کې «د اکرایني ماشومانو رسېدو پر سیستم فشار زیات کړی». د عدالت فدرال ادارې مني چې اوسمهال ۸۹۰ بې پرسته کډوال قانوني سرپرست نه لري.

بلجیم کې قانوني‌سرپرستان کولی شي چې تر تخصصي زدکړو وروسته په خپلواکه توګه او یا د سره صلیب او کاریتاس سازمانونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

کم عواید خو زیات کارونه

کلمان ولانتن وایي: «قانوني سرپرستان په قضايي او اداري چارو کې له کم عمره کډوالو سره مرسته کوي، د حل لارې ور ښيي، ورسره یو ځای مدافع وکیلانو ته مراجعه کوي او...»

نوموړي زیاتوي: «د دغو کارونو د ترسره کولو لپاره قانوني سرپرست باید تل حاضر وي، خو مشکل دا دی چې د قانوني سرپرستانو عواید ډېر کم دي نو ځکه ډېری سرپرستان یوه بله دنده هم لري.»

د بلجیم د عدلیې وزارت د اپریل میاشتې په پیل کې خبر ورکړ چې په پام کې لري چې د قانوني سرپرستانو د عوایدو د زیاتولو لپاره د ۶،۶ میلیونه یورو په ارزښت پانګونه وکړي.

 

نورې ليکنې