په مدیترانه سمندرې د کډوالو د ژغورلو عملیات. انځور: آرشیف. اس او اس مدیترانه.
په مدیترانه سمندرې د کډوالو د ژغورلو عملیات. انځور: آرشیف. اس او اس مدیترانه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې له درې زرو څخه ډیر کډوال چې اروپا ته يي د تګ هڅه درلوده د مدیترانې او اتلانتیک په سمندر کې ډوب شوي او یا هم مړه شوي دي.

یاده اداره په یوه راپور کې چې د اپریل په ۲۹ خپور شوی، اروپا ته پر لار د مړو شویو او ډوب شویو کډوالو له ډیریدو خبر ورکړی او ویلي يي دي چې  د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې دغه شمیر دوه برابره ډیر شوی.

په راپور کې راغلي چې ډیرۍ کډوال د مرکزي او لویدیځې مدیترانې سمندر او اتلانتیک په اوږدو کې په بادي او یا هم له خلکو د ډکو کښتیو کې په سمندر کې ډوب شوي.

راپور کې ویل شوي چې ۱۹۲۴ کسان په مرکزي او لویدیځې مدیترانې پر لارو کې مړه او یا ورک شوي او ۱۱۵۳ نور د افریقا او اسپانیا ټاپوګانو ته درسیدو پر لار مړه او یا ورک شوي دي.

نور ولولئ: مدیترانه کې د ژغورنې عملیات: اوه مهاجر لادرکه دي، ۱۲۰ تنه نور لمپدوسا ټاپو کې ښکته شوي

ملګري ملتونه وايي چې په قربانیانو کې ډیرۍ د ټونس، مراکش، مالي، ګینیا او اریتریا وګړي دي خو د دغې ادارې په وینا د افغانستان، ایران او سوريي وګړي هم په کې شامل دي.

ملګري ملتونه وايي چې ګڼ شمیر نور ښايي په ځمکنیو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. راپور وايي ځمکنۍ لارې هم خورا خطرناکې دي او ښايي یو شمیر په دښتو او لیرې پرتو سرحدي لارو کې د سفر پر مهال، توقیف ځایونو، یا د قاچاقبرانو په بند کې مړه شوي وي.

ملګري ملتونه په دې اړه د اندیښنې په څرګندلو سره دغه موضوع جدي بللې او د کډوالو او پناه غوښتونکو د ژوند د ژغورلو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي. یاده اداره له اروپا او افریقا غواړي چې دغو خطرناکو سفرونو ته د بدیل لاره و مومي.

 

نورې ليکنې