وان ښار. انځور: د رویټرز خبري اژانس د یوې ویډیو سکرین شاټ
وان ښار. انځور: د رویټرز خبري اژانس د یوې ویډیو سکرین شاټ

افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زیات شمېر افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی چې د زیاتو سختیو تر ګاللو وروسته ځانونه نورو هېوادونو ته رسولي دي وایي برخلیک یې لا هم نه دی معلوم. وحیدالله امیني یو له دغو کډوالو دی چې اوس د ترکیې د وان ښار په پارکونو کې شپې سبا کوي. د سترګو لیدلی حال.

«زه ۲۶ کلن او د افغانستان د کونړ ولایت یم، خو ترکیې ته له راتلو مخکې مې په ننګرهار کې ژوند کاوه. ما هغه وخت له افغانستان د وتلو پرېکړه وکړه چې طالبان واک ته ورسېدل. لومړی د افغانستان نیمروز ولایت ته لاړم. زما په شان سلګونه داسې کسان په مسافرخانو او هوټلونو کې پراته وو چې غوښتل یې په قاچاقي ډول له افغانستانه ووځي.

ایران ته اوښتل ډېر سخت کار و. زموږ له ډلې یوازې پنځه کسان وتوانېدل چې ایران ته واوړي. قاچاق وړونکي موږ ته ویلي وو چې ایران ته تر اوښتو سره سم یو څوک راځي او موږ خوابګاه ته انتقالوي. خو موږ تر سهاره پورې انتظار وکړ.

ډېر بد حالت و. ایراني پوله ساتونکو پر موږ ډزې وکړې. زه یو کور ته داخل شوم. د ایران پولیس کور ته راغلل، خو یوې ایرانۍ ښځې ورته وویل چې کور کې څوک نشته.

بیا ولولئ: افغان کډوال په ایران کې: «د ګواښونو له امله افغانستان ته بېرته ستنېدلی نه شم»

موږ تهران ته د رسېدو لپاره یوه ورځ او یوه شپه په دشته کې سفر وکړ. پر لاره مې مرګ په خپلو سترګو ولید. له تهران څخه بیا ماکو ته لاړو. هلته مو په یوه خوابګاه کې شپې سبا کولې. دوو درېو اونیو وروسته قاچاق وړونکو موږ ته وویل چې باید ګېم ته تیاری ونیسو. سرحد کې دوه کانالونه وو. ډله کې مو ماشومان او ښځې هم وې. موږ د زیاتو سختیو تر ګاللو وروسته په دې بریالي شوو چې له کانالونو ځان وباسو او ترکیې ته واوړو. ترکي پولیسو هم پر کډوالو ډزې وکړې خو اصلي مرمۍ نه وې.

ترکیه کې قاچاق وړونکو یوه کور ته انتقال کړو. موږ د یوې طویلې پر بام خوب کاوه. درې شپې وروسته یوه خوابګاه ته لاړو چې سلګونو کډوالو پکې شپې سبا کولې.

ما ننګرهار کې قاچاقبر ته تېلېفون وکړ. ورته مې وویل چې غواړم استانبول ته ولاړ شم. هغه را ته وویل چې استانبول ته د ورتګ لپاره باید پیسې ورکړم. خو له ما سره پیسې نه وي. کورنۍ مې هم پیسې نه درلودې. 

یوه ورځ له خوابګاه نه وتښتېدم او وان ښار ته مې ځان ورساوه. نږدې دوه میاشتې مې اتاترک پارک کې ژوند تېراوه.

بالاخره له یو افغان سره اشنا شوم. هغه د یوه ایراني په دوکان کې را ته کار وموند. ‌ډوډۍ او د شپې ځای مې درلود. خو ایراني سړي خپل دوکان وتاړه او زه یو ځل بیا بې سرپناه شوم. دمګړۍ د وان ښار په پارکونو کې شپې سبا کوم.

غواړم چې استانبول ته لاړ شم، خو پیسې را سره نشته. بله ستونزه دا ده چې نن سبا ترکي ځواکونه استانبول کې بې سنده افغانان نیسي او افغانستان ته یې اخراجوي.

د کډوالۍ نړېوال سازمان او ترکي چارواکو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۸ زره زیات افغانان په ۷۹ چارتر الوتکو کې کابل ته استول شوي دي.

د کډوالې نړېوالې ادارې شمېرې ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو په څلورو لومړیو میاشتو کې نږدې ۸۴۰ زره افغانان له اسنادو پرته نورو هېوادونو ته تللي دي. د دغو افغانانو په ډله کې ډېری یې د طالب ډلې له ګواښونو سره مخ دي. ځینې نور بیا له وزګارۍ او بې کارۍ څخه کړېږي او یا هم نه غواړي چې داسې یوه ټولنه کې ژوند وکړي چې مدني ازادي او بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوي دي.

بیا ولولئ: ترکیه په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۸ زره افغانان شړلي دي

زه ننګرهار کې د ښوونې او روزنې پوهنځي کې محصل وم. سپورټ مې هم کاوه، سپورټي رشته مې فري فایټ و او کابل کې مې څو ځله لوبې کړې دي. اوس نه پوهېږم چې برخلیک به مې څنګه شي. دلته مې د یونیسف د اسام څانګې او د کډوالو ادارې څخه د اقامت کارت غوښتنه کړې، خو چا ځواب نه دی راکړی.» 

 

نورې ليکنې