د بې سرحده ډاکټرانو له ټويټر څخه د حادثې د ځای يو انځور
د بې سرحده ډاکټرانو له ټويټر څخه د حادثې د ځای يو انځور

په مديترانه کي د مهاجرو يوې کښتۍ ته د حادثه ورپېښېدلو وروسته يوه حامله داره مېرمنه مړه سوې او ۲۲ نور مهاجر لادرکه سوي دي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۹مه نېټه) په مديترانه کي د کښتۍ د يوې حادثې په هکله معلومات ورکړل. ياد سازمان ويلي چي د دوشنبې په ورخ د ليبيا په ساحل کي د يوې پيښي له کبله ورته د مرستي غوښتنه ورسېدله.

بې پوله ډاکټرانو ويلي چي د پښي له ځای څخه يې وکولای سول چي ۷۱ انسانان وژغوري مو يوه حامله داره ښځه مړه سوه. ياد سازمان ويلي چي ورته د بېړني حالت رامنځته کېدو له کبله د مرسته غوښتني تليفون ووهل سو. په وينا يې کله چي د دغه سازمان د «جيو بېرنتس» په نوم کښتۍ د حادثې ځای ته ورسېدله، نو تر مخه لا يو شمير د حادثې سره مخامخ سوی کښتۍ سپرلي په اوبو کي ول. د مرستندويانو په وينا د دغې حادثې وروسته د کښتۍ ۲۲ سپرلي لادرکه سوي دي.

له کښتۍ څخه ژغورل سوو دوو مېرمنو ويلي دي چي د هغوی ماشومان لادرکه سوي دي. يوې بلي پيغلي د خپل کشر ورور د لادرکه کېدو خبره کړېده.

ويل سوي چي د حادثې له ځای څخه ژغورل سوي يو د تي ماشوم له ژغورل کېدو وروسته ساه نه اخيستله او په ژغورنکې کښتۍ کي له ابتدايي طبي مراقبت وروسته یې بېرته ساه اخيستل پېل کړل. دا له هغه مخکي چي دغه ماشوم او مور يې و مالټا ته راوستل سي. د ژغورونکي کښتۍ د عملې په وينا له حادثې څخه ژغورل سوي پاته کسان لا په ژغورونکې کښتۍ کي دي.

مرستندويانو ويلي چي ژغورل سوي ټول کسان په لوړه اندازه ستومانه او ستړي دي. د بې سرحده ډاکټرانو له سازمان څخه شټېفاني هوفشټېټر ويلي دي چي د حادثې وروسته زيات د کښتۍ زيات سپرلي تر څو ساعتو پوري په اوبو کي ول او زياتو يې د سمندر اوبه تېري کړي دي. هغې زياته کړېده چي لږ تر لږه ۱۰ مېرمني د سون په توکو سوځل سوي دي او عاجل طبي مراقبت ته اړتيا لري. 

مديترانه د مهاجرت لپاره يوه له تر ټولو خطرناکه او وژونکې لاره بلل کيږي. خو د هغه باوجوده هر کال په لسونو زره انسانان په ډېرو زړو لرګينو يا ربړي کښتيو کي هڅه کوي چي ځان له افريقا څخه و اروپا ته ورسوي. خو اکثره دغه کښتۍ چي تر اندازې زيات سپرلي پکښي سپاره وي، د سمندر د سفر جوګه نه وي او نه يوازي له دې کبله زياتي حادثې رامنځته کيږي. د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په تيرو تقريبا شپږو مياشتو کي نژدې ۲۷ زره مهاجر له دغې لاري د شمالي افريقا له ساحل څخه تر ايټاليې پوري رسېدلي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې