آرشيف انځور ـ په ليبيا کي نيول سوي مهاجر / منبع: اې پي، يوسف مراد
آرشيف انځور ـ په ليبيا کي نيول سوي مهاجر / منبع: اې پي، يوسف مراد

د ملګرو ملتونو د ادارې يوې څېړني رابرسېره کړېده چي په ليبيا کي د مهاجرو سره غير انساني چلن کيږي او د هغوی انساني حقونه تر پښو لاندي کيږي.

د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي تحقيقي کميسیون د چهارشنبې په ورځ خپل راپور خپور کړ. په دغه راپور کي راغلي دي چي داسي عوامل موجوده دي چي پر دې دلالت کوي چي د ليبيا په مهاجر کمپونو کي د بشر ضد جنايتونه تر سره کيږي. د راپور په حواله په دغو بشر ضد جنايتونو کي قتل، شکنجه، ناقانونه توقيف، جنسي تېری او نور «غير انساني چلن» شامل دی. په راپور کي راغلي دي چي په مهاجر کمپونو کي د غذا لپاره مېرمني دې ته مجبوره کړل کيږي چي ورباندي جنسي تېری وسي.

تحقيق کوونکو ويلي چي يو شمير شواهد يې موندلي چي ثابتوي چي مهاجر په ليبيا کي په سيستماتيکه او بېله کومو اصولو څخه بندي ساتل کيږي. زياته سوې چي قاچاق وړونکي د مهاجرو کورنيو د مجبوره کولو لپاره له جنسي تاوتريخوالي او نورو غير انساني لارو څخه کار اخلي. 

تحقيق کوونکو د ليبيا په مهاجر کمپونو کي د جنسي تېري موارد هم ثبت کړي دي. زياته سوې چي په دغو مهاجر کمپونو کي مېرمني د ژوندي پاته کېدو لپاره دې ته مجبوره کړل کيږي چي ورباندي جنسي تېری وسي. په دې ترڅ کي د اړتيا د نورو څيزونو تر څنګ غذا د جنسي اړيکو په بدل کي ورته ورکول کيږي.

د ملګرو ملتونو په ياد راپور کي راغلي دي چي په ليبيا کي د مهاجر مېرمنو سره د جنسي تېري موضوع دومره خپره سوې ده چي زياتي مېرمنې او انجونې و ليبيا ته د مهاجرت مخکي داسي درمل او چاري کوي چي حامله داره نه سي. 

دغه کمیسيون په ۲۰۲۰ کال د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د شورا لخوا مؤظف سوی ؤ. د دغه کميسيون ماموريت څو ورځي وروسته پای ته رسيږي. يو شمير افريقايي هيوادونه د دې غوښتونکي دي چي دغه ماموريت وغځول سي. 

هر کال په لسونو زره د سويلي افريقا سره تړاو لرونکي کسان کوښښ کوي چي اول ليبيا او بيا د مديترانې له لاري اروپا ته ځان ورسوي. خو د ليبيا چارواکي او مليشي دغه مهاجر نيسي او په کمپونو کي يې بندي کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې