اژه سمندر کې د مهاجرو یوه بېړۍ. اڼخور: رویترز
اژه سمندر کې د مهاجرو یوه بېړۍ. اڼخور: رویترز

د یوناني رسنیو په حواله د دغه هېواد ساحلي ځواکونو د اژې سمندر په کارپاتوس اوبو کې بند پاتې ۱۷۲ کډوال ژغورل شوي دي. د رسنیو له مخې یاد کډوال د یونان کس ټاپو ته لېږدول شوي دي.

د یونان ساحلي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د اژې سمندر کارپاتوس اوبو کې تر ۱۷۰ ډېر بند پاتې مهاجر ژغورلي‌ دي. ژغورل شوي کسان د یونان کس ټاپو ته انتقال شوي‌ دي.

دغه مهاجر چې په یوه کب نیوونکې بېړۍ کې سپاره ول د فریدم لاین کښتۍ چې د مالتا تر بیرغ لاندې فعالیت کوي کس ټاپو ته وړلي دي.

چارواکو ویلي چې د یو یو میاشتني ماشوم، ۲۳ ښځو او ۸۲ کم عمره کډوالو په ګډون ټولټال ۱۷۲ کسان ژغورل شوي دي.

د ساحلي ځواکونو یوې ویاندې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورل شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه دی. نوموړې زیاته کړې ده چې یاد کډوال د کس ټاپو د نوم لیکنې مرکز ته استول شوي دي.

په وینا یې کب نیوونکې کښتۍ د لبنان له خوا د ایټالیا پر لور روانه وه.

یوناني چارواکو د سه شنبې په ورځ‌ د دغو کډوالو د ژغورنې عملیات پیل کړي وو، خو د هوا د خرابو حالاتو له امله یاد عملیات له خنډ سره مخ شول. د ساحلي ځواکونو د خبرپاڼې له مخې د یونان درې ګزمه کوونکې کښتۍ دغو عملیاتو کې ګډون درلود.

د ژغورل شویو کسانو هویت لا نه دی څرګند.

په روان میلادي کال کې د هغو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې تر ډېره له ترکیې څخه یونان ته د اوښتو هڅه کوي. تېره دوشنبه یوناني چارواکو وویل چې له ترکیې څخه دغه هېواد ته د ۱۱۳۰ مخه د داخلېدو مخه نیولې ده.

د یونان د سمندري چارو وزیر یانس پلاکیوتاکیس په حواله: «په تېرو درېو ورځو کې ترکي قاچاق وړونکو هڅه وکړه چې نږدې ۱۱۳۰ کډوال یوناني ټاپوګانو ته ورسوي.»

یانیس پلاکیوتاکیس یو ځل بیا ترکیه د نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړه او و یې ویل چې دغه هېواد د بې وزلو خلکو ځان په خطر کې اچوي.

تېره می میاشت یوناني چارواکو خبر ورکړی و چې په یوه ورځ کې یې له ترکیې څخه یونان ته د ۶۰۰ مهاجرو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د یونان د کډوالۍ چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ترکیې څخه یونان ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 

نورې ليکنې