انځور: فلیکر، کریېتیو کامن
انځور: فلیکر، کریېتیو کامن

په فرانسه کې د اداري لیکونو د ترلاسه کولو لپاره د رسمي آدرس درلودل ضروري دي. خو له تېرې څه مودې راهیسې د اداري پروسیجرونه د انلاین کېدو سره لیکونه نور د پوسته خانې له لارې پناه غوښتونکو ته نه استول کېږي.

فرانسه کې ټول پناه غوښتونکي اړ دي چې د خپلو اداري چارو د ترسره کولو لپاره رسمي آدرس ولري.

د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي مشر دیدیې لسکي‌ وایي‌ چې د رسمي آدرس درلودل په ځانګړې توګه د اوفپرا یا د کډوالو او بې تابعیته وګړو د لیکونو د ترلاسه کولو لپاره مهم بلل کېدل. دیدیې لسکي زیاتوي چې د رسمي آدرس د درلودلو اصلي‌ موخه د اوفپرا د لیکونو ترلاسه کول وو. اوفپرا دنده درلوده چې د پوسته خانې له لارې پناه غوښتونکو ته ورکړل شویو ادرسونو کې دوه مهم لیکونه واستوي: مرکې ته د بلل کېدو لیک او د پناه غوښتونکي د دوسیې په هکله یې پرېکړه لیک.

د تېرو څو کلونو په جریان کې زیات شمېر بهرنیانو کډوال نیوز ته ویلي وو چې د یادو لیکونو د ورکېدو له امله یې اداري چارې له خنډ سره مخ شوې دي. د ساحل عاج اصلي اوسېدونکې فاطو (مستعار نوم) په ۲۰۲۰ کې کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې له هوټلونو څخه بېړنیو مراکزو ته د استول کېدو له امله یې هېڅ اداري لیک نه دی ترلاسه کړی.

اوفپرا کې د پروسیجرونو انلاین کېدل

له څو میاشتو راهیسې اوفپرا سره تړاو لرونکو ځینو جورښتونو خپل پروسیجرونه انلاین کړي او نور د پوسته خانې له لارې پناه غوښتونکو ته لیک نه استوي.

د می میاشتې راهیسې پناه غوښتونکي کولی شي چې ټول اداري اسناد یې خپلو انټرنټي حسابونو کې ومومي. دمګړۍ کله چې پناه غوښتونکي د قومندانیو واحدې غرفې ته مراجعه کوي، انټرنټي آدرسونه او ځانګړي کوډونه ورکول کېږي. 

د سیماد سازمان غړی ژرار سدیک وایي‌ چې پناه غوښتونکي خپلو شخصي حسابونو کې ټولو چارو ته لاسرسی لري او ان کولی شي چې خپل د پناه غوښتنې اسناد تمدید کړي. 

خو ایا د ادرس لرل لا هم ضروري دي؟ سیماد وایي‌ چې اصلي «تناقض» همدلته دی. 

د پوسته خانې پر ځای مسېجونه او اېمیلونه

د رسمي‌ ادرس د درلودلو اصلي هدف دا و چې لیکونه باید پناه غوښتونکو ته ورسېږي، په ځانګړې توګه کله چې پناه غوښتونکي خپل آدرس بدلوي او یا د نورو سیمو مرکزونو لکه کادا، سې آ او اس، او ته استول کېږي.

خو د پروسیجرونو له انلاین کېدو سره پناه غوښتونکي اوس د لیکونو پر ځای مسېجونه او اېمیلونه ترلاسه کوي. 

د اوفي مشر دیدیې لسکي وایي چې دوی یوازې د مسېجونو او اېمیلونو له لارې له پناه غوښتونکو سره په تماس کې دي. اوفي نور د پوسته خانې له لارې کډوالو ته لیک نه استوي. د دولتي مرستو کارت بیا هغه مهال کډوالو ته ورکول کېږي چې دوی د قومندانیو واحدې غرفې ته مراجعه کوي. لسکي وایي: «هلته موږ په فزیکي ډول له کډوالو سره ګورو او د ټولو مسایلو په هکله معلومات ورکوو.»

«د کرایې سند ترلاسه کول آسانه نه دي»

ژرار سدیک وایي چې منل شوي کډوال هم اړ دي چې د خپلو اسنادو د تمدیدولو لپاره رسمي آدرس ولري، حال دا چې ټول معلومات د اېمیل له لارې تبادله کېږي. هغه وایي چې د دې کار په مانا نه پوهېږي ځکه چې ټولو ته معلومه ده چې «د کرایې سند ترلاسه کول آسانه نه دي». 

دمګړۍ له قومندانیو سره د مرکې وخت په انلاین ډول اخیستل کېږي او کډوال په خپله قومندانیو ته مراجعه نه شي کولی.

خو ایا رسمي آدرس ته لا هم اړتیا نشته؟ د سیماد غړی وایي چې هو. د نوموړي په وینا ځینې ادارې لکه د پناه غوښتنې ملي محکمې لا هم د پوسته خانې او یا فکس له لارې پناه غوښتونکو ته لیک استوي…

هغه وایي‌ چې د فرانسې د خاورې پرېښودلو اسناد هم یوازې د پوسته خانې له لارې استول کېږي.

 

نورې ليکنې