انځور: رویټرز، سرګي پیواوارو
انځور: رویټرز، سرګي پیواوارو

د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس اندېښنه څرګندوي چې اوکراین کې د جګړې له کبله د نړۍ په کچه رامنځته شوی غذایي کړکېچ اروپا ته د کډوالو د نویو څپو لامل ګرځېدلی شي.

د اروپا د پولې ساتنې ادارې لنډمهالې مشرې اېجا کالناجا پرون دوشنبه د جولای ۱۲مه وویل چې اوکراین کې د روانې جګړې له امله د نړۍ په کچه رامنځته شوی غذایي کړکېچ کولی شي چې د اروپا ته د کډوالو د نویو څپو د راتګ لامل وګرځي. نوموړې خبرداری ورکړ چې اروپایي ټولنه باید د نورو کډوالو راتګ ته تیاری ونیسي.

هغې پراګ کې د اروپا د کورنیو چارو وزیرانو غونډه کې وویل چې د اکراینیانو نه علاوه «موږ باید د هغو کډوالو راتګ ته هم چمتووالی ونیسو چې د خوړو ناخوندیتوب له امله له نورو سیمو څخه اروپا ته راځي.»

اوکراین کې جګړې دغه هېواد کې د د غله جاتو تولید درولی دی. دمګړۍ نږدې ۲۰ میلیونه ټنه غله جات د تور سمندرګي بندرونو کې بند پاتې دي. دغه حالت نه یوازې د بیو د لوړوالي لامل شوی بلکې افریقایي او د منځني ختیځ هېوادونو کې د غذایي کړکېچ د رامنځته کېدو چانس یې هم زیات کړی دی.

د بیو لوړوالی، د خوراکي توکو کموالی او پر بېلابېلو ټولنو یې اغېزې کولی شي چې خلک کډوالۍ ته اړ کړي. اقتصادي کړکېچ یو له هغو دلایلو دی چې خلک د خپلو هېوادونو پرېښودو ته هڅوي.

د یاد سازمان مشرې زیاته کړې ده چې دغه حالت به د کډوالۍ د نویو څپو د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی شي او دوی باید ورته چمتووالی ونیسي. د اروپا د پولې ساتنې اداره په پام کې لري چې تر ۲۰۲۷ کال پورې خپل سرتېري ۱۰ زره تنو ته لوړ کړي چې په وژونکو او ناوژونکو وسلو به مجهز وي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې مشر فیلیپو ګراندي تېر جون ویلي وو که چېرې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله د رامنځته شوي غذایي کړکېچ مخه و نه نیول شي، دا به نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر د زیاتوالی سبب ګرځي.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې یرغل له دغه هېواد څخه د زیات شمېر اواکراینیانو د بې ځایه کېدو لامل شو. اروپایي ټولنې بیا په یوه بې سارې پرېکړه کې بې ځایه شویو اوکراینیانو ته د لنډمهال لپاره د ساتنې اسناد ورکړل. د ملګرو ملتونو په حواله اوسمهال د اوکرایني کډوالو شمېر شاوخوا ۵،۶ میلیونه تنو ته رسېږي چې تر میلیون ډېر یې پولنډ کې اوسېږي.

 

نورې ليکنې