هغه ډله افغانان چې د اسلام اباد په هوايي ډګر کې هالنډ ته د سفر انتظار باسي. انځور: د هالنډ حکومتي ویب سایټ
هغه ډله افغانان چې د اسلام اباد په هوايي ډګر کې هالنډ ته د سفر انتظار باسي. انځور: د هالنډ حکومتي ویب سایټ

د هالنډ حکومت اعلان کړی چې د چهارشنبې په ماښام، ۱۸۱ افغان پناه غوښتونکي په یوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه دغه هیواد ته رسیدلي. ډیری دغه افغانان د سفر اسنادو د نه لرلو له امله نه و توانیدلي چې افغانستان پریږدي.

د هالنډ حکومت د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۳ اعلان وکړ چې دغه افغانان د هالنډي ډیپلوماتانو او د کډوالۍ نړیوال سازمان په همکارۍ د ځمکې له لارې له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال شوي و. هالنډ هیله ښودلې چې د امکان تر حده به پر شرایط برابر د نورو افغانانو انتقال ته زمینه برابره کړي.

په دې اړه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نږدې راتلونکي کې به د هالنډ حکومت له پاکستاني چارواکو سره له افغانستان څخه پاکستان ته د هغو افغانانو د ایستلو په اړه خبرې وکړي چې معتبر اسناد نه لري.

د روانې میاشتې په پیل کې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و د تیر کال د اګست میاشتې راهیسې يي د ۱۸۰۱ افغانانو ایستلو ته زمینه برابره کړې او سلګونه نور په پاکستان او افغانستان کې لاهم انتظار باسي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته هالنډ ژمنه کړې وه چې هغه افغانان چې د دوې له همکارانو سره يي په افغانستان کې کار کړی، خپلې خاورې ته به يي و لیږدوي.

 

نورې ليکنې