د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف
د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف

د ترکیې د کډوالۍ ادارې خبر ورکړی چې په روان میلادي کال کې زرګونه افغان او پاکستانیان یوازې د عامه نظم د کډوډولو په تور بیرته خپلو هیوادونو ته شړل شويدي. چارواکي وايي چې په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې عملیات چټک او پر پولو پراخ محدودیتونه لګول شوي.

د ترکیې د صباح ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د عامه نظم او ټولنیزې آرامتیا د ګډوډولو په تور له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۲۰۵۱۴ سوریایان بیرته خپل هیواد ته شړل شوي.راپور کې راغلي چې د همدغو دلایلو له امله د افغان او پاکستاني اتباعو په ګډون ۶۸۸۲ بهرنیان له دغه هیواد څخه شړل شوي دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې خبر ورکړی چې د غیر منظم مهاجرت پر وړاندې عملیات دوام لري.

د یادې ادارې د شمیرو له مخې یوازې سږ کال ټولټال له ۵۰ زرو څخه ډیر د بیلابیلو هیوادونو غیر قانوني کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي دي چې ډیره برخه يي افغانان دي. دغه ناقانونه کډوال په ۱۳۴ چارتر الوتکو کې بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته استول شوي دي.

نور ولولئ: له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو دوام: د یوه اخراج شوي افغان کیسه

راپور کې راغلي:« یوازې د جون په میاشت کې له ۱۶ زرو څخه ډیر ناقانونه کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي چې له دې ډلې یوازې ۱۲۲۲۲ يي افغانان دي او په ۵۳ چارتر الوتکو کې بیرته افغانستان ته لیږدول شوي دي.»

د ناقانونه کډوالو پر ضد د عملیاتو چټکول او پر پولو محدودیتونه

ترکي چارواکي وايي چې پر پولو د امنیت د ټینګښت او د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه د امنیتي دیوال رغول، د څراغونو او د کمرو د سیستمونو لګول، ګزمې او نور امنیتي اقدامات جریان لري.

د همدغو هڅو په لړ کې په روان ۲۰۲۲ کال کې ترکیې ته د ۱۷۶۸۹۶ ناقانونه کډوالو دورتګ مخه نیولې شوې چې له دې ډلې یوازې له ۱۲ زرو څخه ډیر يي په جون میاشت کې و.

همدارنګه د ترکیې په بیلابیلو ښارونو کې د نامنظم مهاجرت پر وړاندې مبارزې سره د پولیسو کشفي عمیات هم ډیر شوي چې په دغه لړ کې سږ کال له ۴ زرو څخه ډیر قاچاق وړونکي نیول شوي.

نور ولولئ: ترکیه کې د کډوالو د نیولو دوام: ۱۴۳ تنه په ازمیر ښار کې نیول شوي

چارواکي وايي چې چې له زندان څخه خوشي شوي ټول بهرنیان چې په جرم او یا هم د عامله نظم پر ګډوډولو تورن و بیرته ته خپلو هیوادونو ته استول شوي او یا د اجباري اخراج په مرکزونو کې ساتل کیږي.

د افغان او پاکستاني کډوالو سربیره دامهال شاوخوا ۱۷۷۰ سوریایان چې د چارواکو په خبره عامه نظم ته يي زیان رسولی و د اخراج په مرکزونو کې ساتل کیږي.

بل پلو بیا له دې وړاندې په افغانستان کې طالب چارواکي ویلي و چې هره اونۍ دوه یا درې چارتر الوتکو کې افغان کډوالو له ترکیې څخه کابل ته استول کیږي.

 

نورې ليکنې