د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف
د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف

د ترکیې رسنیو د یک یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ۵۹۲ نور افغان کډوال په درې چارتر الوتکو کې د استانبول او انقرې له هوايي ډګرونو کابل ته استول شي دي. چارواکي ویلي چې روان کال کې له ۵۰ زرو څخه ډیر افغانان په ناقانونه ډول ترکیې ته د ننه شوي.

د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو لیکلي چې دغه کډوال د ترکیې له شمال غرب ادرنه، کیرکلارلی او یو شمیر نورو ښارونو څخه د ترکي پولیسو په عملیاتو کې نیول شوي و.

له دې وړاندې د ادرنه ښار د کډوالۍ ادارې ویلي و چې ۲۱۵ ناقانونه کډوال يي استانبول ته استولي تر څو له هغه ځایه بیرته افغانستان ته واستول شي. چارواکي ویلي چې دغه کډوال په ناقانونه ډول د ترکیې خاروې ته د ننه شوي و.

نور ولولئ: له ترکیې څخه د کډوالو د ایستلو دوام: یوازې په جون میاشت کې له ۱۲ زرو ډیر افغانان ایستل شوي

له ترکیې څخه د بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په دې وروستیو کې خورا چټکه شوې. طالب چارواکو رسنیو ته ویلي چې هره ورځ دوه او حتی درې الوتکي چې په کې افغان کډوال سپاره وي د کابل هوايي ډګر ته ښکته کیږي.

روان کال کې له ۲۵ زرو څخه د ډیرو افغانانو ایستل

د ترکیې د بهرنیو اتباعو د اخراج په مرکزونو کې دا مهال زرګونه خلک خپلو هیوادونو ته د بیرته ایستلو لپاره د انتظار شیبې شمارې. د دغه هیواد د کډوالۍ د ادارې په وینا د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۲۵۴۹۲ افغانان په ۱۴۰ چارتر الوتکو کې بیرته خپل هیواد ته استول شوي.

د طالبانو د واکمنۍ راهیسې له یوې خوا ترکیې ته په ناقانونه ډول د افغان کډوالو ورتګ ډیر شوی او له بل لورې ته بیا دغه هیواد د افغانانو د ایستلو پروسه چټکه کړې چې ټولټال ۵۷۱۲۳ افغانان په روان کال کې د ترکیې خاورې ته د ننه شوي. دا د تیر کال د همدغې مودې په پرتله ۱‍۳۲ سلنه ډیروالی ښيي.

یو شمیر کډوال وايي چې په انقره کې د افغانستان د کنسولګرۍ یو شمیر چارواکي چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري له ترکي چارواکو سره د افغانانو په شړلو کې لاس لري.

له دې وړاندې یو افغان کډوال چې تازه له ترکیې څخه کابل ته ایستل شوی و له کډوال نیوز سره يي په خبرو کې وویل چې هڅه به وکړي چې بیرته په ناقانونه لارو ځان ترکیې ته ورسوي.

نور ولولئ: له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو دوام: د یوه اخراج شوي افغان کیسه

 

نورې ليکنې