آرشيف انځور ـ د يونان په ساموس ټاپو کي د مهاجر کمپ
آرشيف انځور ـ د يونان په ساموس ټاپو کي د مهاجر کمپ

په آلمان کې يو شمير سازمانونو غوښتنه کړېده چي له دغه هيواد څخه دي مهاجر يونان ته نه اخراجيږي. د دبلن تړون پر اساس هغه هيواد د پناه غوښتنې دوسيه څېړي چي په لاري يې مهاجر اروپا ته داخل شوی وي.

د آلمان د بايرن په ايالت کي د مهاجرو د ملاتړ شورا او د پرو ازيول سازمان و يونان ته د مهاجرو پر اخراج نيوکي کړي دي. يادو دواړو سازمانونو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۶ نېټه) په يوه مشترکه اعلاميه کي د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د آلمان پر فدرالي ادارې بامف تنقيد وکړ.

د کاتوليکي خبري آژانس کې ان اې د راپور په حواله په اعلاميه کي پر بامف تور لګول شوی دی چي ګواکي و يونان ته د مهاجرو په اخراج سره هلته د مهاجرو پر خراب وضعيت سترګي پټوي او دراماتيکه وضعه يې جدي نه نيسي. دغه اعلاميه په داسي تناظر کي خپره شوېده چي په همدغه ورځ له آلمان څخه په يوه الوتکه کي مهاجر اخراج کېدل. په اعلاميه کي راغلي چي دغه اخراج «يو خطرناک او بدخونده ازموينه» د دې لپاره کېدلای شي چي لا نور انسانان و بد حالت ته بېرته ولېږل شي.

زياته شوې چي و يونان ته د مهاجرو په اخراج سره بامف د آلمان د عالي اداري محکمې د ۲۰۲۱ کال فيصله له پامه غورځولې ده. ويل شوي چي يادي محکمې فيصله کړېوه چي هغه کسان چي په يونان کي د محافظت مستحق بلل شوي وي خو آلمان ته راغلي وي، هغوی دي بېرته يونان ته نه لېږدول کيږي. دا ځکه چي په وينا يې په يونان کي د دغو مهاجرو د «بستر، مړۍ، صابن» په کافي اندازه غم نه خوړل کيږي. دا هغه وخت هم صدق کوي که مهاجر مجرد، روغ او د کار کولو جوګه وي. 

د معلوماتو له مخي له مطرح مهاجرو څخه يو داسي هم دی چي تر مخه يې په يونان کي ژوند کاوه. زياته شوې چي په لومړي قدم کي چارواکو هغه ته پناه ورکړې وه خو وروسته يې ورباندي سوسيال کومکونه بند کړي ول. دغه کس په ۲۰۲۰ کال آلمان ته راغلی او په آلمان کي يې د بې کورۍ ژوند کاوه.

خو د دغه کس د دوسيې په تړاو د بامف د ردېدنې په ليک کي راغلي دي چي په يونان کي د مهاجرو لپاره وضعيت د تېر کال په پرتله بهتره شوی دی. پرو ازيول او د مهاجرو يادي شورا د بامف دغه څرګندونې «شخړيزي او له حقيقت څخه ليري» بللي دي.

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ د «دبلن تړون» په نوم يو تفاهم موجود دی. د دغه تفاهم پر اساس که يو مهاجر اروپا ته راداخل شي، نو به يې د پناه غوښتنې لپاره هغه هيواد مسؤل وي چي لومړی ورته داخل شوی وي. د دې تر څنګ که يو مهاجر په يو غړي هيواد کي د پناه غوښتنه کړې وي، نو په بل غړي هيواد کي يې د پناه غوښتنه نه منله کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې