ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز
ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز

ایران د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې یوازې تیره اونۍ له ۱۰۰۰ ډیرو افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې بیرته افغانستان ته استولي. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې سلګونه نور په همدغه موده کې په خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ مه نیټه په ټولیز ډول له ۲۰۰۰ ډیر افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د جولای په ۲۵ مه له ایران سره پر پوله د نیمروز ولایت له لارې ۸۷۷ تنه په اجباري او داوطلبانه ډول بیرته هیواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۵۹۱ تنه چې ۲۶ کورنۍ هم په کې شاملې دي، په اجباري ډول او پاتي نور په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د نمیروز ولایت سربیره د هرات د اسلام قلعه پولې له لارې هم تیره اونۍ سلګونه افغانان په زوره ایستل شوي او یو شمیر نور بیا په خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي. یوازې تیره اونۍ ۱۵۰۰ څخه ډیر افغانان له همدغې لارې په خپله خوښه او یا په زوره بیرته هیواد ته ستانه شوي دی.

 د کډوالو چارو وزات په دې اړه لیکلي:« د جولای په ۲۶ نیټه ۲۱ کورنۍ او ۴۵۶ تنه ځوانان په اجباري ډول ایستل شوي. ۶۸۷ تنه نور او ۸۲ کورنۍ(۳۶۴ تنه) په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي دي.»

د راستنیدونکو کډوالو له ډلې اړمن کسان پر پوله د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته د مرستو په موخه ور پیژندل شوي دي.

نور ولولئ: له ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې

د ایران ترڅنګ د افغانستان بل ګاونډ پاکستان هم کله ناکله افغانان په زوره وباسي او یا هم کډوال په خپله خوښه ستنیږي. د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تیرۍ اونۍ په ۲۶ تاریخ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې ۱۲۲ تنه کیږي له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له تیر څه کم یو کال راهیسې لسګونه زره افغانان د فقر، بیکارۍ او د طالبانو له ویرې د ترکیې په ګډون، ایران او پاکستان ته پناه وړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا یو میلیون افغانان د ایران خاورې ته پناه وړې.


 

نورې ليکنې