آرشيف انځور ـ د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک
آرشيف انځور ـ د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک

د آلمان د باندنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک ترکيې او يونان ته د خپل سفر له پېلولو مخکي پر دغو هیوادونو غږ کړی چې د کډوالۍ د مسلې په اړه له تورونو لګولو او شخړو لاس واخلي.

د ناټو دوه غړي هيوادونه يونان او ترکيه په اروپا کي د مهاجرت د بحران په ترڅ کي يو پر بل د سرغړونو تورونه لګوي. په دې ترڅ کي ترکيې په روان اونۍ کي پر يونان تور ولګاوه چي ګواکي مهاجر له خپلو پولو څخه د ترکيې پر لور ور شړي. يونان بيا پر ترکيې تور لګوي چي و دغه هيواد ته د مهاجرو د ورتلو د مخنيوي لپاره په کافي اندازه اقدامات نه کوي.

د آلمان د بانديو چارو وزيره انالېنا بېربوک و يونان او ترکيې ته درې ورځنی سفر لري. هغه به د سفر په لومړۍ ورځ و اتن ته ولاړه شي. هغې د سفر له پېلولو څخه مخکي پر دواړو هيوادونو ږغ وکړ چي تشنج او خپلمنځي فشارونه سره راکم کړي. بېربوک وويل چي د روسيې له لوري د ګواښ په حاضر حالت کي بايد چي د ناټو ياد دواړه هيوادونه خپلمنځۍ ستونزي هواري کړي. د آلمان د زرغون ګوند دغې سياستوالې زياته کړه: «اوس تر بل هر وخت د ناټو د غړو او د اروپايي ټلوالو تر منځ يووالی اړين دی.» نوموړې دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۸نېټه) سهار د يونان و پلازمېنې اتن ته د پرواز کولو مخکي وکړې. هغې زياته کړه: «روسيه نه يوازي دا چي د خپلواک هيواد اوکراين آزادي غصب کول غواړي بلکه زموږ په ټلواله کي د واټن رامنځته کولو په لټه هم ده.»

بېربوک په داسي حال کي يونان او ترکيې ته سفر پېلوي چي د دواړو هيوادونو تر منځ يو پر بل د تورونو لګولو لړۍ ادامه لري. د مهاجرت له بحران څخه مخکي هم د دغو دوو هيوادونو تر منځ تشنج موجود ؤ. د نورو موضوعاتو تر څنګ د قبرس او آژه سمندر پر بعضو برخو د ملکيت په هکله اختلاف د ترينګلتيا لامل دی. ترکيې په تير نژدې وخت کي د يونان پر ضد خپله لهجه په ښکاره توګه تونده کړېده. بېربوک په خپلو څرګندونو کي وويل چي په مديترانه کي د امنيت موضوع به د هغې د سفر پر وخت د خبرو اترو له اجندا څخه وي. نوموړې وويل چي ستونزي بايد د خبرو اترو له لاري هواري کړل شي. 

بېربوک به د پنجشنبې په ورځ و اتن ته نژدې له يو مهاجر کمپ څخه هم ليدنه وکړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې