د بوسنیا بیهاچ ښار کې کنډواله. دغه ویجاړه ودانۍ کې تر لسو ډېر افغانان او پاکستانیان اوسېږي. د ارشیف انځور: کډوال نیوز
د بوسنیا بیهاچ ښار کې کنډواله. دغه ویجاړه ودانۍ کې تر لسو ډېر افغانان او پاکستانیان اوسېږي. د ارشیف انځور: کډوال نیوز

د بوسنیا حکومت د پاکستاني کډوالو یوه ډله بېرته پاکستان ته لېږدولې ده. بوسنیا هرزه ګوین د بالکان لومړی هېواد دی چې اسناد نه لرونکي کډوال له خپلې خاورې څخه شړي.

د بوسنیا د امنیت وزارت تېره یکشنبه پاکستان ته د کډوالو د یوې ډلې د بېرته ستنولو خبر ورکړ. دغه وزارت ویلي چې یاد کډوال د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې د پاکستان او بوسنیا هرزه ګوین ترمنځ د کډوالو د بېرته منلو تړون پر بنسټ پاکستان ته لېږدول شوي دي. دواړو هېوادونو د تېر کال په جولای میاشت کې د نوموړي تړون د پلي کېدو په موخه یو پروټوکول لاسلیک کړی و.

یاد وزارت د شړل شویو کډوالو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

د امنیت وزارت دا هم ویلي دي چې له بوسنیا څخه د کډوالو شړل د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې د د دغه هېواد سخت دریځ ښيي. په وینا یې بوسنیا به ټول هغه کسان بېرته خپلو هېوادونو ته ستنوي چې د نړیوالې ساتنې شرایط نه پوره کوي.

یادې سرچینې زیاته کړې ه چې په نږدې راتلونکي کې به د کډوالو نورې ډلې هم له بوسنیا څخه شړل کېږي.

له ۲۰۱۵ راهیسې په لسهاوو زره کډوال هڅه کوي چې د بالکان له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي. د بوسنیا د امنیت وزارت په حواله د روان کال د جنورۍ تر اپریل پورې بوسنیا کې ۳۸۶۵ کډوال ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه کموالی ښيي. د دغو کډوالو ۷۶ سلنه د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش اتباع جوړوي.

بل پلو د بوسنیا سرحدي پولیس وایي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۴۳۳ کسانو هڅه کړې ده چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته واوړي. دا شمېر د تېر کال همدې مودې پرتله ۳۲ سلنه کموالی ښيي. 

 

نورې ليکنې