برېتانیا کې لا هم زرګونه افغان کډوال هوټلونو کې بند پاتي دي. انځور: کډوال نیوز
برېتانیا کې لا هم زرګونه افغان کډوال هوټلونو کې بند پاتي دي. انځور: کډوال نیوز

برېتانیا کې د هوټلونو او د حکومت ترمنځ افغان کډوالو ته د سرپناه ورکولو تړون له لغوه کېدو سره د ځینو کورنیو غړي له یو بل څخه بېل شوي دي. د یادولو ده چې تر دې دمه زیات شمېر هغه افغانان چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره برېتانیا ته لېږدول شوي وو د دغه هېواد په هوټلونو کې اوسېږي.

برېتانوۍ رسنۍ ټایمز خبر ورکړی دی چې د برېتانیا په هوټلونو کې د ځایونو د کموالي له امله د ځینو افغان کورنیو غړي له یو بل نه بېل شوي او د دغه هېواد لرو پرتو سیمو ته لېږدول شوي دي.

ځینې هوټلونو لکه ایبیس، اورورا او برېتانیې د نورو خلکو د هرکلي په موخه له حکومت سره خپل تړونونه لغوه کړي دي چې له امله یې د برېتانیا حکومت دې ته اړ شوی چې افغان کورنیو ته په نورو ځایونو کې سرپناه ورکړي. د دې پروسې په ترڅ کې بیا د ځینو کورنیو غړي له یو بل نه جلا شوي او د برېتانیا بېلابېلو سیمو ته استول شوي دي.

بیا ولولئ: لا هم ۱۲۰۰۰ افغان کډوال د لنډن په هوټلونو کې بند پاتي دي

د یادولو ده چې د افغانستان د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته زرګونه افغانان برېتانیا ته انتقال شول. خو اوس یو کال وروسته لا هم تر ۹۵۰۰ ډېر افغان کډوال د برېتانیا په هوټلونو کې اوسېږي. ټایمز زیاته کړې ده چې هوټلونو کې د افغانانو د اوسېدو لګښت په ورځ کې ۱،۲ میلیونه پونډ ته رسېږي.

تر دې دمه له کابل څخه ایستل شوي ۷۰۰۰ زره افغانانو ته دایمي کورونه ورکړل شوي دي.

یادې ورځپاڼې د ۲۱ کلنې افغانې کډوالې مروه کوفي له قوله ویلي چې هغه اول په هوټل کې اوسېدله خو بیا ورپسې له خپلې مور او د کورنۍ نورو غړو سره لیډز ته ولېږدول شوه. نوموړې وایي چې له یو کال انتظار وروسته یې د کورنۍ غړي له یو بل څخه بېل شوي دي. د آغلې کوفي د کورنۍ یوه برخه لوېدیځ سسکس ته او بله برخه یې بیا منچستر ته استول شوې ده.

بیا ولولئ: یو افغان ماشوم په غلطۍ سره د بریتانیا پر ځای فرانسې ته استول شوی دی

په ورته مهال د برېتانیا د سرې میاشتې غړي جاهن فیتونبای ویلي دي چې له تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې زیات شمېر افغانان په هوټلونو کې ایسار پاتي او دایمي سرپناوو ته انتظار باسي.

هغه پر کډوالو د لنډمهالو سرپناوو پر منفي اغېزو ټینګار کړی او دغو کسانو ته د دایمي سرپناوو د ورکول کېدو غوښتونکی شوی دی.

بل لور ته بیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې دوی پر دې ویاړي چې په لنډه موده کې یې تر ۷۰۰۰ ډېرو افغانانو ته سرپناه برابره کړې ده، خو په وینا یې دا مهال برېتانیا د دولتي کورونو له کموالي سره مخ ده. 

 

نورې ليکنې