د ارشیف انځور: رویټرز
د ارشیف انځور: رویټرز

برېتانیا وایي چې پرون دوشنبه په ۱۴ کښتیو کې سپاره نږدې ۷۰۰ کډوال د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي. بل پلو بیا فرانسوي چارواکو یاد سمندر کې زیات شمېر کډوال ژغورلي دي.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې پرون دوشنبه د اګست لومړۍ نېټه د برېتانیا ساحلي ځواکونو په انګلیس کانال کې ۶۹۶ کډوال نیولي او د کېنت ښار بندر ته یې انتقال کړي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې یاد کډوال په ۱۴ کښتیو کې سپاره وو.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د اوونیز راپور له مخې د جولای له ۲۵ تر ۳۱ پورې شاوخوا ۱۰۴۵ کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي. د دغه راپور له مخې د دغو کډوالو په هره بېړۍ کې ۳۵ تر ۴۰ کسان سپاره وو.

زیاته شوې ده چې یوازې د جولای په ۳۰ په ۱۲ کښتیو کې سپاره ۴۶۰ تنه مهاجر وتوانېدل چې د سمندر له لارې برېتانیا ته واوړي. یوه ورځ مخکې بیا ۲۴۷ تنه نور دغه هېواد ته اوښتي وو.

د یادولو ده چې د جولای له ۱۸ تر ۲۴ پورې هم شاوخوا ۶۱۰ تنه کډوال د برېتانیا ساحلي اوبو کې نیول شوي وو.

د برېتانوي چارواکو د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې تر ۱۶۰۰۰ ډېر کډوال د اوبو له لارې د برېتانیا سواحلو ته اوښتي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

بیا ولولئ: دوو ورځو کې نږدې ۹۰ کډوال انګلیس کانال کې ژغورل شوي دي

بل پلو بیا فرانسوي چارواکي انګلیس کانال کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتو ته ادامه ورکوي. د ګري نې د نظارت او ژغورنې سیمه ییز عملیاتي مرکز پرون دوشنبه یاد سمندر کې ټولټال ۷۰ کډوال وژغورل چې کښتۍ یې له ستونزو سره مخ شوې وې.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ د یوې خبرپاڼې له مخې ژغورل شوي کسان روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.


 

نورې ليکنې