آرشيف انځور: په يمن کي د يو مهاجر کمپ استوګن ماشومان. انځور: اکسفام، محمد المخلف
آرشيف انځور: په يمن کي د يو مهاجر کمپ استوګن ماشومان. انځور: اکسفام، محمد المخلف

کارپوهان وايي چي په نړيواله توګه د خوراکي توکو د کمښت او جګو شوو قيمتونو منفي اغېز په زياته پر مهاجرو لوېدلی دی.

د آلمان په بون ښار کي د ملګرو ملتونو لخوا د مهاجرو سره د مرستو سازمان د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اګست لومړۍ نېټه) يوه اعلاميه خپره کړه. په ياده اعلاميه کي راغلي دي چي د خوراکي توکو کمښت او لوږي په زياته مهاجر، له خپلو سيمو بېځايه کړل شوي انسانان او هغوی ته ځای ورکوونکي ډلي اغېزمني کړي دي. زياته شوې: «يوازي د افريقا پر ښکر باندي دمګړی د تيرو څلوېښتو کالونو تر ټولو لويه وچکالي ادامه لري، چيري چي د اټکل له مخي ۱۸،۴ مليونه انسانان له سختي لوږي څخه کړيږي.»

په اعلاميه کي راغلي دي چي تقريبا ۱،۵ مليونه د محافظت متلاښي انسانان هم عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

يادي ډلې و يمن ته هم د توجه اړولو خبره کړېده. په وينا يې يمن د نړۍ يو له تر ټولو لويو بشري بحرانونو سره مخامخ هيواد دی. دغه هيواد له اتو کالو راهيسي په کورنۍ جګړه اخته دی او د اقتصادي بحران تر څنګ د خوراکي توکو د کمښت بحران هم پکښي ادامه لري. په داسي يو حالت کي د خوراکي توکو نه رسېدنه او د قيمتونو جګېدنې وضعه لا کړکېچنه کړېده. په راپور کي راغلي دي چي په يمن کي ۱۷،۴ مليونه انسانان د لوږي سره مخامخ دي چي پکښي ۳،۸ مليون يې کورني مهاجر دي.

په اعلاميه کي راغلي دي چي د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميساري (UNHCR) د خپلو همکارو سازمانونو سره په يمن کي مرستندويه فعاليتونه پر مخ بيايي خو د تمويل لپاره د پيسو کمښت ستونزه ده. ويل شوي چي مرستندويه سازمانونه د خوراکي توکو د قيمتونو د جګېدو سره قدم په قدم نشي تللای او اندېښنه شته چي د راشن کمولو ته اړتيا پيدا شي.

په نړيواله توګه د خوراکي توکو د کمښت لاملونه د کرونا پاندمي، دوامداره وچکالي او د اوکراين جګړه بلل کيږي. په بون کي مستقر د ملګرو ملتونو ياد سازمان ويلي دي چي په آلمان کي د خوراکي توکو کمښت هغه وخت احساسيږي چي د مثال په توګه خوراکي غوړي یا اوړه په لنډمهاله توګه په لويو مغازو کي ورک شي، خو د نړۍ په نورو سيمو کي په زیاته کورني مهاجرو لپاره د خوراکي توکو کمښت د مرګ او ژوند موضوع ګرځي.

د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د مرستي سازمان د (UNHCR) آلمانی همکار سازمان دی. د دغه سازمان مشر پېټر روهنستروت باور وويل چي د خوراکي توکو کمښت د نوو بحرانونو او انسانانو د بيځايه کېدلو لپاره زمينه برابروي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې