د ارشیف انځور: اېجین بوت رېپورټ سازمان
د ارشیف انځور: اېجین بوت رېپورټ سازمان

یوه مېندواره افغانه ښځه چې له نورو کډوالو سره یو ځای د سمندر له لارې له ترکیې څخه د یونان پر لور روانه وه، وروسته له هغې یې په کښتۍ کې ماشوم وزېږاوه چې د دوی کښتۍ د یوناني ځواکونو له خوا پر شا وتمبول شوه.

ترکي رسنیو د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۳ راپور ورکړ چې هغه کښتۍ چې سهیلا رضایي په کې سپره وه، د یونان د سمندري ځواکونو له خوا د مریچ له سمندر څخه پر شا وتمبول شوه.

آغلې رضایي له خپل ماشوم سره لومړی د ازونکوپرو دولتي روغتون او ورپسې بیا د ادرنې ښار سلطان مراد روغتون ته یووړل شوه. د دواړو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی.

ترکیې او د بشري حقونو مدافع بنسټونو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې اژه سمندر کې د کډوالو کښتۍ پر شا تمبوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د زیان منونکو کډوالو ژوند په خطر کې اچوي. خو یونان بیا دا تورونه ردوي.

د نږدې ۲۰۰ کډوالو ژغورنه

د یو بل خبر له مخې په تېرو څو ورځو کې ترکي ځواکونو اژه سمندر کې ۱۹۴ کډوال ژغورلي دي چې یوناني ځواکونو یې کښتۍ پر شا تمبولې وې.

د ترکیې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د اګست ۲ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د دغه هېواد یوې بې پیلوټه الوتکې د هغو یوناني ځواکونو ویډیو ثبت کړې ده چې د کډوالو یوه ډله یې د ازمیر ښار د چشمې ساحلي اوبو پر لور شړي. سرچینې زیاته کړې ده چې نوموړي کډوال د ترکیې سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

بل پلو د ترکیې ساحلي ګارد تېره دوشنبه او سه شنبه د اورلا او چشمې ساحلي اوبو کې ۱۸۸ تنه مهاجر ژغورلي او د کډوالۍ ولایتي مرکز ته یې استولي دي.

له ترکیې څخه د کډوالو شړنه

د یادولو ده چې په تېرو څو وختونو کې له ترکیې څخه د هغو کډوالو په اخراج کې هم زیاتوالی راغلی دی چې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته اوښتي دي. د رسمي شمېرو له مخې ترکیې سږ کال تر دې دمه تر ۵۹ زره ډېر «غیر قانوني» مهاجر شړلي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د روان کال له پیل څخه د جولای تر پایه پورې ۳۵۷۲۸ کډوال په ۱۴۴ چارتر الوتکو کې افغانستان ته او ۷۲۱۴ تنه نور بیا پاکستان ته استول شوي دي.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو دوام: د یوه اخراج شوي افغان کډوال کیسه

ډېری هغه افغانان چې له ترکیې څخه اخراجېږي وایي چې ترکي چارواکي دوی دې ته مجبوروي چې د بېرته ستنېدو سندونه لاسلیک کړي او بیا یې په زوره له خپلې خاورې څخه شړي.

 

نورې ليکنې