د ارشیف انځور:‌ د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه
د ارشیف انځور:‌ د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه

فرانسوي چارواکي‌ وایي چې د تېرې چهارشنبې په شپه او د پنجشنبې په سهار یې د انګلیس کانال په پا دو کالې دماغه کې ۸۵ کډوال ژغورلي دي. دا هغه کسان دي چې غوښتل یې د اوبو له لارې برېتانیا ته واوړي.

د فرانسې د مانش او شمالي‌ سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د تېرې چهارشنبې په شپه د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز ته د پا دو کلې په دماغه کې د کډوالو د یوې داسې کښتۍ په هکله خبر ورکړل شو چې له ستونزو سره مخ شوې وه.

دغه کښتۍ کې ۴۵ مهاجر سپاره وو چې د فلامان په نامه ژغورونکې بېړۍ له خوا وژغورل شول.

د یو بل خبر له مخې ګري نې مرکز د پنجشنبې په ورځ‌ د اګست ۴مه پا دو کالې کې د یوې بلې کښتۍ په هکله اطلاع ترلاسه کړه چې ۴۰ تنه کډوال پکې سپاره وو.

د فرانسې د سمندري قومندانۍ په حواله سیمې ته د ژغورونکې بېړۍ له رسېدو مخکې ځینې مهاجر اوبو ته غورځېدلي وو، خو پېښه کې چا ته زیان نه و رسېدلی.

چارواکو یاد کډوال کالې بندر ته انتقال کړي او سرحدي پولیسو ته یې سپارلي دي. 

برېتانیا کې د اوښتونکو کډوال شمېر کې زیاتوالی

د سختو امنیتي تدابیرو او ګواښونو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي‌ چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي.

د برتانوي چارواکو په حواله د پنجشنبې په ورځ ۳۸۸ کډوال چې په ۸ بېړیو کې سپاره وو د انګلیس کانال څخه د برېتانیا دوو بندر ته انتقال شول. 

همدارنګه تېره دوشنبه د اګست لومړۍ نېټه نږدې ۷۰۰ تنه مهاجر د یاد کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي وو. دغو مهاجرو په ۱۴ کښتیو کې د اوبو له لارې برېتانوي اوبو ته ځان رسولی و.

بل پلو بیا فرانسوي چارواکو په همدغه ورځ کې یاد سمندر کې ټولټال ۷۰ تنه کډوال ژغورلي وو چې کښتۍ یې له ستونزو سره مخ شوې وې.

د برېتانوي چارواکو د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې تر ۱۶۰۰۰ ډېر کډوال د اوبو له لارې د برېتانیا سواحلو ته اوښتي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

بیا ولولئ: دوو ورځو کې نږدې ۹۰ کډوال انګلیس کانال کې ژغورل شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ۱۳مه یاد کانال کې د ۲۰۱۳۲ کډوالو مخه نیولې ده. دا شمېر د ۲۰۲۱ کال د همدې مودې پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۱ کې ۵۲۰۰۰ زره کډوالو د سمندر له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کړې وه چې له ډلې یې ۲۸۰۰ کسان توانېدلي وو چې خپل مقصد ته ورسېږي.

 

نورې ليکنې