د استانبول ښار. انځور: آرشیف. ترکیه
د استانبول ښار. انځور: آرشیف. ترکیه

د بهر میشتو افغانانو نړیواله شورا (AGDC) مسولین په ترکیه کې د افغان کډوالو د ډله ایزې ایستنې په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي او د دغه هیواد له چارواکو غواړي چې د افغان کډوالو نیول او د وضعیت تر سمیدو پورې افغانستان ته د دوې استول ودروي. دا په داسې حال کې ده چې له ترکیې څخه د افغانانو د ایستلو پروسه په بې سارې ډول ډیره شوې.

د بهر میشته افغانانو نړیواله شورا مشر در محمد آشنا له کډوال نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ډیری دغه افغان د ناامنیو او یا بې وزلۍ له امله ترکیې ته پناه وړي. نوموړی د ترکیې پر چارواکو غږ کوي چې د افغانستان وضعیت ته په پام سره باید د دوې ایستل و درول شي.

ښاغلی آشنا د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمیشنري (UNHCR) هم غږ وکړ تر څو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په ترکیه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د سرپناه لپاره دې ورته موقت کمپونه جوړ او یا دریمو هیوادونو ته يي د استولو زمینه برابره کړي.

د بهر میشته افغانانو نړیواله شورا چې مرکز يي د استرالیا په میلبورن ښار کې دی په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې. دغه اعلامیه چې نن جمعه د اګست په ۵، خپره شوې په کې راغلي چې د ترکیې پر پولو له افغان کډوالو سره زور زیاتی، د ژوند لومړنیو خدماتو ته د افغانانو نه لاسرسۍ، د لازمو اسنادو نه درلود او یادو مسایلو ته د کوربه هیواد د چارواکو نه پاملرنه هغه ستونزې دي چې افغان کډوال ورسره لاس او ګریوان دي.

د افغانانو د ایستلو بې سارې ډیریدل

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له ترکیې څخه د افغان کډوالو ایستل خورا چټک شوی او هره ورځ سلګونه افغانان د ترکیې له بیلابیلو ښارونو څخه په چارتر الوتکو کې کابل ته استول کیږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یو تازه راپور له مخې د روان کال له پیل څخه د جولای تر پایه ۳۵۷۲۸ افغانان په ۱۴۴ چارتر الوتکو کې افغانستان ته او ۷۲۱۴ نور بیا پاکستان ته استول شوي دي.

نور ولولئ: له ترکیې څخه د کډوالو د ایستلو دوام: یوازې په جون میاشت کې له ۱۲ زرو ډیر افغانان ایستل شوي

سربیره پردې د ترکیې چارواکو د کډوالو د مخنیوي لپاره پر خپلو پولو امنیتي دیوال رغولی او نور عصري وسایل يي نصب کړي. د همدغو هڅو په لړ کې په روان ۲۰۲۲ کال کې ترکیې چارواکو خپلې خاورې ته د ۱۷۶۸۹۶ ناقانونه کډوالو دورتګ مخه نیولې.

د افغان کډوالو نړیواله شورا په خپله اعلامیه کې د ترکیې پر دولت غږ شوی چې د افغانانود ایستلو پر مسلې له سره غور وکړي او په دغه هیواد کې د افغانانو د نیولو پروسه دې و درول شي.

یاده شورا په دې اړه لیکلي: « موږ د یو ورور مسلمان ملت په توګه د ترکیې پرچارواکو او دولتي اداروغږکوو چې د هېواد اوسني وضعیت ته له سره کتنه وکړي او د هغو افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې له کلونوراهیسې ترکیه کښې په سختو شرایطو کې بند پاتې دي. د هغوافغانانولپاره چې له سختو او خطرناکولاروترکیې ته تللي دي، هېواد ته راستنېدل د منلو وړ او معقوله د حل لاره نه ده.»

د یادې شورا مشر وايي چې دغه مسله به په رسمي بڼه د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې د ترکیې له چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره شریکه کړي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې دا مهال ټولټال له ۴،۸ میلیونو څخه ډیر کډوال چې لنډ مهاله اقامت لري، میشت دي چې ډیره برخه يي سوریایان او بیا په دوهمه درجه کې افغانان دي.

 

نورې ليکنې