کډوال د یونان او ترکیې پر پوله. انځور: ایماګو
کډوال د یونان او ترکیې پر پوله. انځور: ایماګو

د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه د اروپایي هېوادونو د مهاجرتي پالیسو لومړیتوب بلل کېږي. خو دا کلیمه څه مانا لري؟ د اسناد نه لرونکو کډوالو لپاره د همغږۍ نړیوال پلټفورم د جولای میاشتې په وروستیو ورځو کې د یو راپور په خپرولو سره وویل، دا اصطلاح باید په سمه توګه تعریف شي. کډوال نیوز په دې هکله د یاد پلټفورم د مهاجرتي سیاست کارپوهې مارتا ګیونکو سره مرکه کړې ده.

کډوال نیوز: تاسې د اسناد نه لرونکو کډوالو لپاره د همغږۍ نړیوال پلټفورم په راپور کې وایي چې اروپا کې د قاچاق وړونکو په هکله یوه «افسانه» جوړه شوې ده. د دغې افسانې له مخې قاچاق وړونکي هغه کسان دي چې له جرمي ډلو سره تړاو لري. خو تاسې وایي چې په اصل کې تر دغې کلیمې لاندې بېلابېل پروفایلونه پټ ساتل کېږي: د بېلګې په توګه هغه کسان چې د مهاجرت پر لارو سرګردان دي، یا هغه کسان چې غواړي خپل خپلوان وژغوري… څومره کسان په دغو ډلو کې راځي؟

مارتا ګیونکو: موږ له کلونو راهیسې له اروپايي کمیسیون څخه د قاچاق وړونکو د پروفایلونو په هکله د معلوماتو غوښتنه کوو. خو تر دې دمه لږو معلوماتو ته لاسرسی لرو. د اروپا په هره هېواد کې د قاچاق وړونکي کلیمه بېله مانا لري او په سمه توګه تعریف شوې نه ده.

د بېلګې په توګه، بلجیم او یا یونان کې ځینې کسان د خپل ځان په قاچاق (self-smuggling) تورن دي: مانا یې دا ده چې دوی په غیر قانوني توګه دغو هېوادونو ته اوښتي دي. دا یو نوی مفهوم دی او قانون کې یې په هکله لږه روښانتیا شته.

دغه راز هغه کسان چې غواړي خپلې کورنۍ وژغوري او یا ورسره مرسته وکړي، قاچاق وړونکي بلل کېږي. د بېلګې په توګه، په هالنډ کې درې وروڼه چې د خپلې کورنۍ د الحاق غوښتنې له رد کېدو وروسته یې د خپل پلار، مور او خور د سفر لګښت ورکړی و، د محکمې له خوا محکوم شول. رومانیا کې بیا ۸ کم عمر لرونکي کسان ځکه په انساني قاچاق تورن شول چې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته داخل شوي وو.

ټولې شمېرې راسره نشته، خو موږ دومره پوهېږو چې ډېری هغه کسان چې د قاچاق تور پرې لګول شوی دی، غوښتل یې چې خپل ژوند او یا د خپلو خپلوانو ژوند وژغوري.

کډوال نیوز: ولې د قاچاق وړونکو په هکله دغه «افسانه» لا هم رایجه ده؟

مارتا ګیونکو: ډېری وختونه مهاجرتي قوانین د کډوالۍ د محدودولو او د نظارتي تدابیرو د توجیه کولو لپاره جوړېږي.

بیا ولولئ: یونان دغه هېواد ته «د کډوالو د ورتګ د منصرف کولو لپاره» زرګونه مهاجر بندیان کړي دي

دا مهال اروپا کې عمومي پالیسي دا ده چې سرحدونه باید وتړل شي او زیات شمېر مهاجر په زوره وشړل شي. اروپایي کمیسیون یو نوی پلان جوړ کړی چې د کډوالو پر مجرم بللو ټینګار کوي. دوی د دغو قوانینو هدف د خلکو د ژوند ژغورل بولي، خو په اصل کې دا خلکو ته د زیان رسولو سبب ګرځي.

کډوال نیوز: په یونان او یا ایټالیا کې هغه کسان چې د کډوالو بېړۍ چلوي قاچاق وړونکي بلل کېږي او زنداني کېږي. ولې دا حالت د اندېښنې وړ دی؟

مارتا ګیونکو: له تېرو څو کلونو راهیسې په دغو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. د بېړۍ چلوونکو مجرم بلل په دې مانا دي چې ټول هغه کسان چې د خپل ژوند په خاطر مهاجرت ته اړ شوي دي مجرمان دي.

خو یاده دې وي چې د ایټالیا سترې محکمې هغو دوو ځوانانو ته برائت ورکړ چې د قاچاق تور پرې لګول شوی وی. محکمې وویل چې دوی د «ضرورت» په وخت کې له نورو سره مرسته کړې.

دا وضعیت د اندېښنې وړ دی. داسې خبرونه ډېر ژر خپرېږي. کډوال پوهېږي چې د بېړۍ د چلولو او یا د مرستې د غوښتلو په صورت کې مجرم بلل کېږي او ښایي په کلونو بند محکوم شي. نو ځکه ډارېږي.

د دې حالت پایله دا ده چې د ژغورونکو له رسېدو سره سم ځینې کسان د بېړۍ له چلولو لاس اخلي او یا له موټور څخه ځان لرې کوي چې له امله یې بېړۍ نامتعادله کېږي او ښایي د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

کډوال نیوز: ستاسې راپور کې راغلي دي چې دمګړۍ د کډوالو ملاتړي هم مجرم بلل کېږي. په فرانسه کې هم ورته بحثونه موجود وو، خو وروسته بیا اساسي‌ قانون کې د ورورولي اصل درج کړل شو. نورو هېوادونو کې ورته بدلونونه رامنځ ته شوي دي؟

مارتا ګیونکو: لږ بدلونونه راغلي دي، د بېلګې په توګه د فرانسوي برزګر سدریک هرو برائت ترلاسه کول او یا بلجیم کې ورته پېښې. که محکمې خپلواکې وي، دوی به مهم رول لوبولی شي.

خو وضعیت په ټولو هېوادونو کې یو شان نه دی. د بېلګې په توګه، بلجیم کې د مهاجرو هغه ملاتړي چې د دغه هېواد تابعیت لري برائت ترلاسه کړی، خو هغه کسان چې تابعیت نه لري محکوم شوي دي. 

بیا ولولئ: درې کډوال یونان ته د مهاجرو د ورتګ د زمینې د برابرولو په تور په ۴۳۹ کاله بند محکوم شوي

د بدلونونو سره سره د کډوالو سره ملاتړ لا هم جرم بلل کېږي. د ۲۰۲۱ د جنورۍ د ۲۰۲۲ تر مارچ پورې اروپایي ټولنه کې لږ تر لږه ۸۹ کسان له کډوالو سره د ملاتړ د تخلف په خاطر تر قضایي تعقیب لاندې وو.

په کار ده چې د اروپا په کچه د قاچاق وړونکو تعریف بدل شي: قاچاق وړونکی هغه کس دی چې د خلکو د انتقالو لپاره «زیاتې مالي ګټې» ترلاسه کوي. اوسني وضعیت کې یو سرویس چلوونکی هم د مسافرو د تکتونو د نه کتو په خاطر مجرم بلل کېدای شي. همدارنګه ټول خلک کولی شي چې د سرحدي ساتونکو په توګه عمل وکړي. موږ باید هغه کسان په ګوته کړو چې خلک استثماروي.

 

نورې ليکنې