د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. کرېډېټ: رویترز
د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. کرېډېټ: رویترز

د هنګري چارواکي وایي چې د جمعې او یکشنبې په ورځو کې د دغه هېواد په مرکزي او سوېلي سیمو کې دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو درې کډوال وژلي او تر ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د هنګري رسنیو د امنیتي ځواکونو له قوله ویلي چې د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد په سوېلي برخه کې درې کډوال د ترافیکي پېښې له امله مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي. 

د هنګري پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي د یادو کډوالو لارۍ چې ټولټال ۱۵ کسان پکې سپاره وو غوښتل چې له پولیسو وتښتي، خو له یو بل موټر سره ټکر وکړ او لږ وروسته یې بوسکا کلي ته نږدې اور واخیست. 

زیاته شوې ده چې دغه پېښه کې دوه کډوال ځای پر ځای وژل شوي دي، خو دریم کس بیا په روغتون کې ساه ورکړی ده. پاتې ۱۱ کسان هم روغتون ته وړل شوي دي.

د امنیتي سرچینو په حواله لاری چلوونکی چې د جورجیا اصلي اوسېدونکی دی د انساني قاچاق په تور نیول شوی دی.

شل ټپیان په یوه بله پېښه کې

د یو بل خبر له مخې پرون یکشنبه د هنګري په مرکزي سیمه کې د کډوالو یوه لارۍ چې هڅه یې کوله په یوه امنیتي پوسته کې له درولو ډډه وکړي، الو سیمې ته نږدې ټکر وکړ چې له امله یې ۲۰ تنه مهاجر ژوبل شوي دي.

د هنګري پولیس وایي ژوبل شوي کډوال چې روغتون ته وړل شوي دي د افغانستان، هند او پاکستان اتباع دي. امنیتي سرچینې زیاتوي چې دغه پېښه کې ۱۵ کسان په جدي توګه او ۵ تنه نور بیا په سطحي توګه ټپیان شوي دي.

پولیسو لاری چلوونکی چې د هنګري تبعه دی د انساني قاچاق په تور نیولی دی.

بیا ولولئ: په روان کال کې هنګري ته د ۱۰۵ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیول شوې ده

د هنګري ولسمشر وېکتور اوربان د یو سلاکار په حواله د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۷ زره کډوال دغه هېواد ته اوښتي دي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله زیاتوالی ښيي. 

 

نورې ليکنې