د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

یوناني ځواکونو پرون یکشنبه وویل چې د دغه هېواد د رودس ټاپو په اوبو کې تر ۱۲۰ ډېر کډوال ژغورلي دي چې سمندر کې له ستونزې سره مخ شوي وو.

د یوناني ځواکونو له قوله ویل شوي دي چې دوی د یکشنبې په ورځ د اګست میاشتې ۷ د رودس ټاپو په ساحلي‌ اوبو کې ۱۲۲ کډوال ژغورلي دي.

چارواکو ویلي دي دغه کډوال چې له ترکیې څخه د یونان پر لور روان وو، د تېرې شنبې په ورځ یوې مال وړونکې کښتۍ کې سپاره کړل شوي وو.

یوه ورځ وروسته د یونان ساحلي‌ ځواکونو دوی د پوله ساتونکو یوې بېړۍ او ورپسې کس ټاپو ته انتقال کړل.

تر دې دمه د ژغورل شویو کسانو د هویت او جنسیت په هکله څه نه دي‌ ویل شوي. دا هم لا نه ده معلومه چې دوی په کوم ډول کښتۍ کې خپل سفر پیل کړی و.

بیا ولولئ: افغانې ښځې یونان ته پر لار په کښتۍ کې ماشوم زېږولی

یونان ته د تلونکو مهاجرو شمېر کې زیاتوالی

په روان میلادي کال کې د هغو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې تر ډېره له ترکیې څخه یونان ته د اوښتو هڅه کوي.

د یونان ساحلي ځواکونو د جون میاشتې په ۲۹ د اژې سمندر په کارپاتوس اوبو کې بند پاتې ۱۷۲ کډوال ژغورلي او کس ټاپو ته یې لېږدولي وو.

هغه مهال چارواکو زیاته کړې وه چې یوازې په درېو ورځو کې یې له ترکیې څخه دغه هېواد ته د ۱۱۳۰ مخه د داخلېدو مخه نیولې ده.

همدارنګه د ۲۰۲۲ په می میاشت کې یوناني چارواکو خبر ورکړی و چې په یوه ورځ کې یې له ترکیې څخه یونان ته د ۶۰۰ مهاجرو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

د یونان د کډوالۍ چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ترکیې څخه یونان ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 

نورې ليکنې