ډېری کډوال په دغو کښتیو کې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي. دوور بندر، اپریل ۲۰۲۰. انځور: کډوال نیوز
ډېری کډوال په دغو کښتیو کې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي. دوور بندر، اپریل ۲۰۲۰. انځور: کډوال نیوز

د برېتانیا چارواکي وایي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې تر ۵۰۰ زیاتو مهاجرو د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي.

د امنیتي تدابیرو او ګواښونو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته واوړي. د برېتانیا د دفاع وزارت وایي چې د شنبې په ورځ ۳۳۷ کډوال خو د یکشنبې په ورځ بیا ۱۷۶ تنه نور د انګلیس کانال له لارې برتانوي سواحلو ته رسېدلي دي.

له دې سره د اګست په لومړۍ اونۍ کې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ۱۸۸۶ تنو ته رسېږي.

د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې تر ۱۸۰۰۰ زیات کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له مخې یوازې د اګست په لومړۍ نېټه د کډوالو یوه ۶۹۶ کسیزه ډله چې په ۱۴ کښتیو کې سپاره ول برېتانیا ته ورسېدله.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: په یوه ورځ کې نږدې ۷۰۰ کډوال برېتانیا ته اوښتي دي

دغه وزارت زیاتوي چې د جولای له ۲۵ تر ۳۱ پورې شاوخوا ۱۰۴۵ کډوالو خو د جولای له ۱۸ تر ۲۴ پورې بیا شاوخوا ۶۱۰ تنو نورو برېتانیا ته ځان رسولی و.

بل پلو بیا د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ایز عملیاتي مرکز ژغورونکې کښتۍ د تېرې شنبې په ورځ انګلیس کانال کې ۴۲ کډوال ژغورلي دي. یادې قومندانې زیاته کړې ده چې ژغورل شوي کډوال بولونی سور مېر بندر ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. 

بیا ولولئ: فرانسوي ځواکونو انګلیس کانال کې ۸۵ کډوال ژغورلي دي


 

نورې ليکنې