د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ترکیې ساحلي ځواکونه وایي چې خپلو سرحدي اوبو کې یې د یوناني ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي ۱‍۵۰ کډوال ژغورلي دي. چارواکو دغه راز د درېو مهاجرو د مړو د موندل کېدو هم خبر ورکړی دی.

د ترکیې محافظه کاره او دولت پلوه خبري اژانس یني شفق د ترکي چارواکو له قوله وایي چې د دغه هېواد ساحلي ځواکونو د ازمیر ولایت د چشمې په اوبو کې ۸ تنه کډوال ژغورلي دي. زیاته شوې ده چې د یو بل مهاجر مړی د کارادا ټاپو په ساحل کې موندل شوی دی.

همدارنګه ترکي ځواکونو سمندر کې د دوو نورو مهاجرو د مړو د موندل کېدو خبر ورکړی دی.

د ساحلي ځواکونو د یوې خبرپاڼې له مخې ژغورل شویو کسانو ویلي دي چې یوناني چارواکو ۱۱ مهاجر چې لاسونه یې تړلې وې او د ژغورنې واسکټونه یې هم نه درلودل سمندر ته غورځولي دي.

د یو بل خبر له مخې د ترکیي سمندري سرتېرو د دیکیلي، کارابورون او ازمیر د چشمې اوبو کې ۱۳۶ تنه نور «غیر قانوني» کډوال ژغورلي دي.

بل پلو بیا ۳۸ تنه مهاجر چې غوښتل یې د ازمیر د دیکیلي له ساحل څخه د اروپا پر لور خپل سفر پیل کړي نیول شول دي. چارواکو یاد مهاجر د کډوالۍ ادارو ته لېږدولي دي.

دغه راز د بودروم په اوبو کې ۳ مهاجر ژغورل شوي دي چې ویل کېږي د یونان له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي دي. د یادو مهاجرو له قوله ویل شوي دي چې دوی یوناني ځواکونو وهلي ټکولي دي.

بیا ولولئ: ترکیه وایي یونان د دوی پر لور مهاجر شړي

له ترکیې څخه د مهاجرو شړنه

ترکي چارواکو په وار وار یونان په دې تورن کړی چې د کډوالو کښتۍ له خپلو اوبو څخه په شا تمبوي، دا په داسې حال کې ده چې ترکیه په خپله یوه له هغو هېوادونو ده چې کډوال په ډله ایزه توګه له خپلې خاورې څخه شړي.

په تېرو څو وختونو کې له دغه هېواد څخه د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو په ایستلو کې په بې سارې توګه ډېروالی راغلی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې کابو ۵۹ زره «غیر قانوني» کډوال له ترکیې څخه شړل شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې پر تله ۱۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوام: یوازې په جون میاشت کې له ۱۲ زرو ډېر افغانان ایستل شوي

چارواکو زیاته کړې ده چې له دې ډلې څخه نږدې ۳۶ زره یې افغانان دي چې په چارتر الوتکو کې کابل ته استول شوي دي.

ځینې افغان مهاجر کډوال نیوز سره په خبرو کې له کډوالو سره د ترکي پولیسو له ناسم او تاوتریخجن چلن شکایت کوي او وایي چې په خپله خوښه نه بلکې په زوره له دغه هېواد څخه ایستل کېږي.

لږ مخکې ترکیه کې د بهر میشتو افغانانو نړیوالې شورا له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ډله ایزې ایستنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. یادې شورا له ترکي چارواکو څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو نیول د دوی د استولو لړۍ ودروي. 

 

نورې ليکنې