د هنګري یوه سرحدي پوسته. د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، ز. ګېرګلي کلمن
د هنګري یوه سرحدي پوسته. د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، ز. ګېرګلي کلمن

د رومانیایي رسنیو په حواله تېره دوشنبه د دغه هېواد د پیتیا سیمې په سرحدي پوسته کې په یوه لارۍ کې ۵۰ کډوال نیول شوي چې د پاکستان، هند او بنګله دېش اتباع دي.

د رومانیا سرحدي ځواکونو پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دوشنبې په ورځ یې د دغه هېواد په پیتیا سرحدي پوسته کې په یوه لارۍ کې د پاکستان، هند او بنګله دېش ۵۰ اتباع نیولي دي چې عمرونه یې ۲۲ تر ۵۸ کلونه دي.

له دغې ډلې ۷ تنو یې رومانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده او ۳۱ تنو نورو یې رومانیا کې د کار اجازه درلوده. همدارنګه دوه لارۍ چلوونکي او یو بل کس د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ساتو مار ګمرکي ځواکونو د اګست پر ۸مه یوه لارۍ ودروله چې الکترونیکي وسایل یې انتقالول او اصلي مقصد یې انګلستان و. پولیسو یاد موټر کې ټولټال ۵۰ کډوال موندلي چې ځانونه یې د الکترونیکي وسایلو په منځ کې پټ کړي وو.

د سرچینې په حواله نیول شويو کسانو چې په ډله کې یې ۲۲ هندیان، ۱۸ بنګله دېشیان او ۱۰ پاکستانیان وو، غوښتل چې له رومانیا څخه هنګري او ورپسې اتریش ته ځان ورسوي.

پولیسو دوه لارۍ چلوونکي چې د رومانیا اتباع دي او یو بل کس چې ویل کېږي لارۍ چلوونکو ته یې د کډوالو د انتقالولو وړاندیز کړی ۲۴ ساعته په بند کې ساتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې د نیول شویو کډوالو په هکله پلټنې پیل شوې دي. دغه راز درې رومانیایي اتباع د انساني قاچاق په تور تر قضایي تعقیب لاندې نیول شوي دي.

ډېری کډوال هڅه کوي چې لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په موخه له رومانیا او یا صربیا څخه هنګري ته واوړي. د هنګري چارواکو د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې په روان کال کې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیولې ده.

هنګري په وار وار په دې تورنه شوې ده چې مهاجر په ناقانونه او تاوتریخجنه طریقه له خپلو پولو څخه په شا تمبوي.

 

نورې ليکنې