آرشيف انځور
آرشيف انځور

د کرونا پاندمي پر وخت په اروپايي اتحاديه کي و بهرنيانو ته د ويزو او اقامو په ورکړه کي کمښت راغلی ؤ. خو دغه شمېرې بېرته پخواني حالت ته راګرځېدلي دي.

د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونه په ۲۰۲۱ کال تقريبا په هغه شمېر اقامې بهرنيانو ته ورکړې لکه د کرونا پاندمي مخکي کالونو کي چي ورکول کېدلې. په ټوليزه توګه په ۲۰۲۱ کال ۲،۹۵ مليونو بهرنيانو ته اقامې ورکړل سوې. دا اعداد او شمېرې د سه شنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې د احصاييو ادارې يورو سټاټ خپرې کړې. 

د آلمان د خبري آژانس ډي پي اې د خبر په حوال د يورو سټاټ په شميرو کي راغلي دي چي په ۲۰۲۱ کال د کرونا پاندمۍ د وخت په پرتله ۳۱ سلنه زياتو کسانو ته اقامې ورکول سوې. يادي اقامې له اروپايي اتحاديې څخه دباندي هيوادونو تابعيت لرونکو ته د کار، تحصيل، کورنۍ دلايلو او د نړيوال محافظت په ترڅ کي جاري سوې.

د يورو سټاټ د شمېر پر اساس يوازي پولنډ هيواد په ۲۰۲۱ کال تر ۹۶۷ زرو څخه زيات کسانو ته اقامې ورکړې. په دې توګه پولنډ په ۲۰۲۱ کال تر ټولو زياتي اقامې ورکوونکی د اروپايي اتحاديې غړی هيواد ؤ. هسپانيه په ۳۷۱ زرو اقامو سره پر دويم مقام او فرانسه په ۲۸۵ زرو اقامو سره پر دريم مقام ؤ.

آلمان يو له هغو هيوادونو څخه دی چي پکښي د اقامو د ورکړي شمېرې کمي وې. آلمان په ۲۰۲۱ کال ۱۸۵ زرو کسانو ته اقامې ورکړې چي دا د پخوا په پرتله د ۴۱ سلنې کمولای دی.

په ۲۰۲۱ کال د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته په راتلونکو بهرنيانو کي تر ټولو زيات اوکراينان ول چي ۸۳ سلنه يې پولنډ ته رسېدلې.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې