د ارشیف انځور:‌ د اتریش او هنګري ترمنځ‌ ګډه پوله.‌ د ارشیف انځور:‌ پېکچر الاینز
د ارشیف انځور:‌ د اتریش او هنګري ترمنځ‌ ګډه پوله.‌ د ارشیف انځور:‌ پېکچر الاینز

د رومانیا ځواکونو پرون چهارشنبه د دغه هېواد د نادلاک ۲ سرحدي پوسته کې تر ۱۰۰ ډېر کډوال نیولي دي چې په دوو لاریو کې سپاره وو.

د رومانیا د نادلاک ۲ سرحدي پوسته کې پرون چهارشنبه په یوه لارۍ کې ۷۵ کډوال موندل شوي دي. دا لارۍ یوه رومانیایي تبعه چلوله چې ایټالیا ته یې پي وي سي کړکۍ او دروازې انتقالولې.

د اراد سرحدي ځواکونو ویلي دي چې چارواکو د تلاشۍ په جریان کې لارۍ کې پټ کړل شوي ۷۵ کډوال موندلي دي.

لږ وروسته یوه بله لارۍ چې موټروان یې د ترکیې تبعه و او له دې هېواد څخه یې جرمني ته د موټرو پرزې انتقالولې په همدغه پوسته کې ودرول شوه. امنیتي ځواکونو د دغه لارۍ په ټرېلر کې ۲۸ مهاجر موندلي دي.

نیول شوي ۱۰۳ کډوال د پلټنو لپاره د پولیسو قومندانۍ ته لېږدول شوي دي. پولیسو ویلي چې یاد کډوال د پاکستان، هند او بنګله دېش اتباع دي او غوښتل یې چې شېنګن زون ته واوړي.

د یادولو ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د اګست ۸مه د رومانیا د پیتیا سیمې په سرحدي پوسته کې په یوه لارۍ کې ۵۰ تنه نور کډوال نیول شوي وو چې دوی هم د پاکستان، هند او بنګله دېش اتباع وو. له دغې ډلې ۷ تنو یې رومانیا کې د پناه غوښتنه کړې وه او ۳۱ تنو نورو یې رومانیا کې د کار اجازه درلوده. همدارنګه دوه لارۍ چلوونکي او یو بل کس د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

ډېری کډوال هڅه کوي چې لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په موخه له رومانیا او یا صربیا څخه هنګري ته واوړي. د هنګري چارواکو د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې په روان کال کې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیولې ده.

هنګري په وار وار په دې تورنه شوې ده چې مهاجر په ناقانونه او تاوتریخجنه طریقه له خپلو پولو څخه په شا تمبوي.

 

نورې ليکنې