د یونان او شمالي مقدونیې ترمنځ پوله. انځور: ایماګو، زماپرس
د یونان او شمالي مقدونیې ترمنځ پوله. انځور: ایماګو، زماپرس

د شمالي مقدونیې چارواکي وایي چې د تېرې چهارشنبې په ماښام دغه هېواد کې د کډوالو د یوې لارۍ نسکورېدو پېښې ۳۵ تنه مهاجر ټپیان کړي دي. ویل کېږي چې یاد کډوال له یونان څخه شمالي مقدونیې ته اوښتي وو.

د شمالي مقدونیې پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې پېښه د دغه هېواد سوېلي سیمې ماروینسي کلي ته نږدې رامنځ ته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې لارۍ کې ټولټال ۴۹ کسان سپاره ول چې له ډلې یې ۳۵ سوریايي کډوال ټپیان شوي دي. چارواکو د یوه ټپي شوي کډوال روغتیایي وضعیت نازک بللی دی.

د پېښې لامل لا نه دی څرګند.

خبرپاڼه کې راغلي‌ دي چې ټپي شوي کسان د درملنې لپاره د سترومیکا او ګېوګلیانا روغتونونو ته وړل شوي دي. پاتې نور بیا یونان ته د اخراجېدو په موخه د ګېوګلیانا توقیف ځای ته لېږدول شوي دي.

پولیس وایي‌ لارۍ چلوونکی چې د یوې قاچاقي ډلې غړی دی له سیمې څخه تښتېدلی دی.

بیا ولولئ: شمالي مقدونیه: پولیسو ۸۷ کډوال او د قاچاق په تړاو دوه شکمن کسان نیولي

د اټکلو له مخې یادو کډوالو غوښتل چې د شمالي مقدونیې له لارې صربیا او ورپسې بیا نورو اروپایي هېوادونو ته ځان ورسوي.

له تېرې څه مودې راهیسې زیات شمېر کډوال د بالکان هېوادونو له لارې لوېدیځې اروپا ته د راتګ هڅه کوي. دوی په معموله توګه له ترکیې څخه یونان ته او له یونانه بیا شمالي مقدونیې او صربیا ته ځي. د کورونا ویروس پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو لرې کېدل پر بالکان لار د کډوالو د شمېر د زیاتوالی یو دلیل بلل کېږي.

بل پلو بیا اسوشیتد پرس د شمالي مقدونیې د پولیسو ویاندې سوزانا پرانیکج له قوله ویلي دي چې سږ کال تر دې دمه دغه هېواد ته د ۱۱۵۰۰ کډوالو د ننوتلو مخه نیولې ده چې ۸۸ سلنه یې له یونانه شمالي مقدونیې ته د داخلېدو هڅه لرله. 

بیا ولولئ: شمالي مقدونیه: دوه کډوال د اوګارډي لاندې شوي دي

تېر کال د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاقولو کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي. د راپور له مخې ډېری هغه کسان چې غواړي د بالکان له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.

یاد راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۲۰ کې قاچاق وړونکو د لوېدیځ بالکان له لارې - د البانیا، شمالي مقدونیې او یونان پر پولو - ۱۹،۵ تر ۲۹ میلیونه یورو ترلاسه کړې وو. شمالي مقدونیه کې ګوګلیا او البانیا کې کاکاویا او کاپچتیکا سیمې د مهاجرو د قاچاق اصلي سیمو په توګه پېژندل کېږي.

 

نورې ليکنې