د افغانانو د تخليي پروسه. انځور: آرشیف. کریدت: پیکچر الیانس
د افغانانو د تخليي پروسه. انځور: آرشیف. کریدت: پیکچر الیانس

په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو يو کال پوره کېدو وروسته لا هم له افغانستان څخه د افغانانو هجرت ادامه لري. مهاجر وايي د هجرت لاملونه يې لا زيات سوي دي.

وحيده (مستعار نوم) د افغانستان د سويلي ولايت کندهار په يوه ليري پرته ولسوالي کي په يو زوړ کور کي د خپل زوی او مږور سره پټ ژوند کوي. هغه وايي چي زوی یې د آلمانيانو سره کار کاوه او مېړه يې د کاناډايانو قراردادي ؤ. هغه زياتوي: «مېړه مي د کابل له سقوط څخه صرف څو ورځي تر مخه په سپين بولدک کي د وسله والو کسانو لخوا بوتلل سو او له هغه راهيسي يې د مرګ او ژوند احوال ورک دی.»

دغه مېرمنه وايي چي زوی او کورنۍ يې د آلمان له خوا د منل سوو کسانو په ليسټ کي شامل دي، خو د پاسپورټ نه لرلو له کبله له افغانستان څخه نسي وتلای. هغه زياتوي: «موږ ځانونه په دغه ليري ځای کي پټ کړي دي او هره ګړۍ په بيره او اندېښنه کي راباندي تيريږي. که د پاسپورټ اخيستلو لپاره طالبانو ته مراجعه وکړو، نو په لاسي لاس خپل ځان په خطر کي اچوو.»

په کابل کي و خپلې انخلا ته په انتظار د يوې باندنۍ رسنۍ افغان ژورنالست حکمت (مستعار نوم) هم د پاسپورټ نه لرلو له کبله «په افغانستان کي بند» پاته دی. هغه د آلمان ږغ دويچه وېله ته وويل: «په کابل کي صرف د کميشنکارانو له خوا پاسپورټونه جوړيدلای سي چي د ۳۰۰ او ۳۰۰۰ ډالرو تر منځ کميشن پر اخيستل کيږي. زياتره تر ګواښ لاندي خلک نه يوازي دا چي دومره زياتي پيسې نه لري، بلکه د پاسپورټ په غوښتلو سره ځان هم په ګواښ کي اچوي.» د هغه په وينا افغانان بیا مجبوره دي چي د پاکستان ويزه ترلاسه کړي او هلته د اړونده سفارت سره تماس ونيسي.

له عامه ژوند څخه د مېرمنو ليري کول

په داسي حال کي چي طالبانو ژمنه کړېوه چي انجونې به له ښوونځي څخه نه راګرځوي، لا تر اوسه انجونې تر شپږم صنف وروسته ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري. طالبانو په يوازي توګه د مېرمنو پر راوتلو او سفر بنديز لګولی او د تلويزيون ښځينه ژورنالستاني يې په مخ پټولو مکلفي کړي دي. مېرمنو ته د اعتراض او احتجاج اجازه نه ورکوله کیږي. د شنبې په ورځ په کابل کي د مېرمنو يو لاريون د طالبانو په هوايي ډزو منحل کړل سو. د بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو فعاليني شکايت کوي چي دوی ګواښل کيږي. په خواله رسنيو کي يو شمېر داسي ويډيوګاني خپرې سوي دي چي ادعا پکښي کيږي چي طالبان ښيي چي په عامه محضر کي مېرمني وهي.

زيات شمېر مېرمني چي حکومتي دندي يې لرلې، هغوی وايي چي يا خو له کار څخه ايستل سوي دي او يا ورباندي فشارونه وارد سوي. صرف هغه مېرمني چي په روغتيايي څانګه کي کار کوي، هغوی ته اجازه ورکول سوې چي خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

د پخواني حکومتي همکارانو د وژنې تورونه

د هغه باوجوده چي پر واک د راتلو سره سم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړه، خو د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو د راپورونو پر اساس د پخواني حکومت ګڼ شمېر همکاران، د بشري او مېرمنو د حقونو فعالين نيول سوي، شکنجه سوي او وژل سوي دي. د ژورنالستانو سازمانونه پر طالبانو تور لګوي چي په عمل کي يې د بيان آزادي له منځه وړې ده.

د افغانستان د پاشل سوي پوځ یو پخواني ویاند، جنرال رادمنش د دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې لا هم هره ورځ د افغان پوځ او خاصو قطعاتو لوړ رتبه او ټیټ رتبه افسران او سربازان«د طالبانو له لوري په یوه او بل نوم وژل کېږي.» د جنرال رادمنش د شمېرو له مخې، طالبانو په یوه کال کې د مخکیني افغان پوځ تر زرو زیات غړي وژلي، تر پنځو سوو یې وهل ټکولي او شاوخوا پنځه زره یې په بېلابېلو ولایتونو کې زنداني کړي دي.

د مخکینۍ افغان کومانډو یو افسر دویچه ویله ته د نوم او سیمې د نه خپرولو په شرط وویل:« ماته له مختلفو شمېرو زنګ وهي، چې تاسې مرتد یئ وژنو مو. د نورو ملګرو په اړه رانه پوښتنې کوي. د دوی د ظلم له امله اوس بل ځای کې اوسم.»

د آلمان ځايي افغان همکاران

د آلمان د کورنيو چارو وزيري نېنسي فېزر په افغانستان کي پاته د آلمان د پوځ د ځايي همکارانو سره د آلمان ژمنه بيا تکرار کړه چي له افغانستان څخه به يې را وباسي. فېزر دا څرګندونې د «بلډ ام زونټاګ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي سره په خبرو کي کړي دي. د يادي ورځپاڼي د

يکشنبې د ورځي په ګڼه کي فيزر ځايي افغان همکاران ياد کړي او ويلي يې دي: «موږ هغوی شاته نه پرېږدو.» فېزر وويل چي د آلمان د باندنيو چارو د وزيري انالېنا بېربوک سره په همږغۍ پر اړوند د ځايي همکارانو د را ايستلو په هکله پر يو نوي پلان کار کوي.

فيزر يادي څرګندونې په داسي حال کي کړي دي په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو يو کال پوره کيږي. د هغې په وينا په تيرو دولسو مياشتو کي ۱۵۷۵۹ افغان ځايي همکاران او د هغوی د کورنۍ غړي آلمان ته راوستل سوي دي. فيزر دا هم ويلي چي و افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج سلسله هم درول سوې او هيڅ پلان موجود نه دی چي دغه سلسله دي بېرته پېل سي.

د بشري او د مهاجرو د حقونو سازمانونه وايي چي په افغانستان د زيات شمېر کسانو لپاره نور يو خوندي هيواد نه دی. دغه سازمانونه غوښتنه کوي چي په افغانستان کي پاته هغه کسان چي ژوند ته يې ګواښ دی، بايد له افغانستان څخه را وايستل سي. د پناه غوښتونکو د ملاتړ

سازمان پرو ازيول پر دې خوښي څرګنده کړې چي په افغانستان کي د طالبانو د پر واک راتلو راهيسي له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ درېدلې ده. خو دغه سازمان د آلمان پر حکومت انتقاد کوي چي «د هغو انسانانو د انخلا لړۍ د خنډونو او ځنډ سره مخامخ ده، چا چي د آلمانۍ ادارو سره همکاري کړې، د بشري حقونو لپاره يې فعاليت کړی او کورنۍ يې په آلمان کي دي.» د پرو ازيول سازمان پر خپله رسمي وېبپاڼه د يادو بندو پاته افغانانو په هکله د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي «د خبرو پر ځای ژغورلو» ته دي اوليت ورکول سي. مرستندويه سازمانونه وايي چي له افغانستان څخه د مهاجرت لاملونه پر ځای پاته او لا جدي سوي دي.

په مليونونو افغان مهاجر

د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ (UNHCR) په وينا د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه په ټوليزه توګه ۲،۷ مليون افغانان مهاجر او پناه غوښتونکي ول. په دې توګه د سوريې او وينيزويلا د مهاجرو وروسته افغانان د نړۍ دريمه لويه مهاجره ډله

ده. له ياد شمېر افغان مهاجرو څخه تر ټولو لويه برخه يې په پاکستان کي ده.

اټکل کيږي چي په پاکستان کي د ۱،۳ مليون او په ايران کي د ۷۸۰ زرو په شمېر افغان مهاجر ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د ياد سازمان د شمېرو پر اساس په آلمان کي د افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو شمېر ۱۸۳ زرو په شاوخوا کي دی. په دې توګه آلمان د افغانانو لپاره تر ټولو لوی دريم کوربه هيواد دی.

په افغانستان کي اوږدمهاله کورنۍ جګړه له دغه هيواد څخه د مهاجرت تر ټولو مهم لامل بلل کيږي. خو کله چي وسله والو طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست د کابل کنټرول ترلاسه کړ، نو د مرستندويه سازمانونو او رسنيو د راپورونو پر اساس له افغانستان څخه د مهاجرت لړۍ چټکه سوه. په افغانستان کي د مستقرو پوځونو لرونکو هيوادونه په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو سره سم په لومړيو اونيو کي د خپلو ځايي همکارانو د انخلا لړۍ پېل کړه او په زرونو افغانان يې د کابل هوايي ډګر له لاري له افغانستان څخه وايستل. خو دغه ماموريت د صرف څو اونيو د جريان وروسته ودرېد.

د وحيدې په شمول لا تر اوسه ګڼ شمېر د بهرنيو سازمانونو همکاران او نور تر ګواښ لاندي افغانان په خپل هيواد کي بند پاته دي. هغوی په دې انتظار دي چي له افغانستان څخه د وتلو لاره يې برابره سي.

ا.ا.



 

نورې ليکنې