اوکرايني مهاجر د سلواکيې پر سرحد
اوکرايني مهاجر د سلواکيې پر سرحد

سلواکيا وايي چي پر اوکراين د روسيې د بريد راهيسي تر ۷۰۰ زرو څخه زيات انسانان له اوکراين څخه د سلواکيې سرحد ته داخل سوي دي.

د سلواکيا په پلازمېنه براتسلاوا کي د کورنيو چارو وزارت له اوکراين څخه و دغه هيواد ته د رسېدلو مهاجرو په هکله شمېرې خپرې کړي دي. دغه شمېرې د تاسر په نوم دولتي آژانس د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۵مه نېټه) خپرې کړې. د دغو اعمارو له مخي د پر اوکراين د روسيې له يرغل راهيسي تر ۷ لکو څخه زيات انسانان له اوکراين څخه و سلواکيا ته داخل سوي دي.

د اروپايي اتحاديې غړی هيواد سلواکيا پخپله صرف ۵،۵ مليون نفوس لري. په دې توګه سلواکيا د نفوس په تناسب د اروپايي اتحاديې د نورو ټولو غړو په پرتله حد اقل په موقتي توګه تر ټولو زيات اوکرايني مهاجر منلي دي. و پولنډ هيواد ته ۳،۷ مليون او په دې توګه د سلواکيې په پرتله پنځه چنده زيات اوکراينيان رسېدلي دي. خو د پولنډ نفوس ۳۸ مليون او په دې توګه د سلواکيا په پرتله تقريبا اوه چنده زیات دی. 

له پولنډ او په همدې توګه سلواکيا څخه يو شمېر اوکراينيان بېرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي. په عيني حال کي نوي اوکراينيان هم دغو هيوادونو ته رسېدلي دي. سلواکي چارواکو تر دوشنبې ورځي پوري ۵۰۰ زره کسان شمېرلي ول چي د سلواکيا څخه د ختيځ پر لور پر پوله تېر سوي ول.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې