آرشيف انځور ـ انجلينا جولي د سوريې له مهاجرو ماشومانو سره
آرشيف انځور ـ انجلينا جولي د سوريې له مهاجرو ماشومانو سره

د امريکا د متحده ايالاتو د فلمي نړۍ هاليووډ نامتو ښځينه ممثلي انجلينا جولي افغان مېرمنو ته ويلي چي هيلي له لاسه ورنکړي.

انجلينا جولي افغان مېرمنې مخاطبي کړي او ويلي يې دي: «پرانيستی افغانستان ممکن دی.» هغې هيله څرګنده کړېده چي د يو پرانستي او ټول شموله افغانستان هيله منده ده. 

انجلينا جولي په داسي وخت کي دا څرګندونې کړي دي چي په کابل کي د طالبانو د بيا پر واک راتلو يو کال پوره سو. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ (UNHCR) سفيري انجلينا هيله ښودلې ده چي په افغانستان کي به د ښځو لپاره بهتره وختونه راسي.

دغې ۴۷ کلنې مېرمني و امريکايي مجلې ټايمز ته په يوه تبصره کي ليکلي دي: «د افغانستان تاريخ بېل پړاوونه لرلي دي او ډيري توري شپې پر راغلي دي. اوسنی وضعيت هم بېله شکه چي له دغو پړاوونو څخه يو دی. خو زه يقين لرم چي دا به (د تورو شپو د پړاوونو) يو وروستی باب وي.»

د جولي په وينا که څه چي اوس د يو پرانستي او ټول شموله افغانستان افغانستان لپاره هيله لرل ښايي له خيال څخه ليري وي، )خو زه پوهېږم چي دا کار ممکن دی. دا لا پای ته نه دی رسېدلی.» 

انجلينا جولي چي د شپږو ماشومانو مور او د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو يو فعاله ده، د افغان مهاجرو سره يې ځانګړي اړيکي لرلي دي. هغې يو کال مخکي د انسټاګرام پر شبکه د يوې افغاني نجلۍ ليک خپور کړ.

جولي هغه وخت ليکلي ول چي غواړي د هغو افغانو نجونو د ژوند کيسې او د هغوی ږغ د انسټاګرام له لاري خپور کړي، څوک چي د خپلو انساني حقونو لپاره مبارزه کوي. انجلينا جولي د فبرورۍ او مارچ په مياشت کي دا ډول نور ليکونه هم خپاره کړل.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې