آرشيف انځور ـ IMAGO
آرشيف انځور ـ IMAGO

مرستندويانو د هسپانيې و قناري ټاپوګانو ته نژدې په يوه کښتۍ کي د درو مهاجرو مړي موندلي دي. په دغه کښتۍ کي ۴۵ ژوندي پاته سوی مهاجر هم سپاره ول.

د هسپانيې ژغورونکي ډلې په يوه کښتۍ کي ۴۵ ژوندي او درې مړه مهاجر موندلي دي. د قناري ټاپوګانو سره نژدېدې موندل سوې دغه کښتۍ کي ۴۲ نارينه، دوې مېرمني او يو ماشوم ژوندي پاته دي. دا معلومات د سلوامېنتو ماريتيمو په نوم په سمندر کي د ژغورونکي سازمان وياند د دوشنبې په ورځ ورکړل.

د ياد سازمان وياند ويلي دي چي په کښتۍ کي موندل سوي نژدې ټول مهاجر له شمالي افريقا څخه دي. په عيني حال کي د تونس هيواد چارواکو ويلي دي چي د جمعې له ورځي څخه يې ۶۵۰ مهاجر له اوبو ژغولي او يا يې و ايټاليا پر لور له حرکت کولو څخه راګرځولي دي.

له يادي کښتۍ څخه شپږ کسان و روغتون ته وړل سوي دي، چي ورڅخه د پنځو روغتيايي وضعيت يې خراب بلل سوی دی. مرستندويانو د تيري اونۍ په آخره کي هم تقريبا ۶۰۰ مهاجر و قناري ټاپوګانو ته نژدې له اوبو څخه ژغورلي ول او هغوی يې خوندي ځايونو ته انتقال کړي ول.

د پويرتا وينتورا او مراکش د ساحلونو تر منځ سفر د سلو کلومترو فاصله ده. زيات شمير مهاجر کوښښ کوي چي په کښتيو کي له افريقا څخه و اروپا ته پر دغه لاره ځان ورسوي. خو دغه لاره د ناقراره اوبو له کبله ډېره خطرناکه ده. د دې تر څنګ په کار اچول کېدونکي کښتۍ د دغه سفر لپاره جوګه نه وي او ورباندي تر اندازې زيات شمير انسانان سپرول کيږي. 

د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۹۵۸۹ د کښتيو مهاجر و قناري ټاپوګانو ته رسېدلي دي. 


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې